BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:19 گرينويچ 2007 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سروي: ډېرى افغانان د بهرنيو ځواکونو پلويان دي

بهرني ځواکونه په افغانستان کې
نظر پوښتنې پايلې ښيي چې٦٠ په سلو کې افغانان په خپل هيواد کې د بهرنيو عسکرو له شتون څخه خوښ دي
په دې وروستيو کې په افغانستان کې يوې ترسره شوې نظرپوښتنې څرگنده کړې چې ډېرى افغانان په دغه هيواد کې د بهرنيو سرتېرو له شتون څخه خوښ دي.

په دغه نظر پوښتنه کې چې د يوې کاناډايۍ موسسې لخوا ترسره شوې، له ١٥٠٠زياتو افغانانو سره خبرې شوې چې په پايله کې يې تر نيمايي ډېرو افغانانو په خپل هيواد کې د بهرنيو ځواکونو په شته والي رضايت څرگند کړى او هغه يې ددغه هيواد د بيارغونې او سولې په راوستو کې گټور بللى دى.

همدارنگه ٥١ په سلو کې افغانانو په تېرو څو کلونو کې د افغانستان پرمختگ ښه بللى دى. د طالبانو په اړه نژدې ٧٥ په سلو کې افغانانو ويلي چې له هغوى نه ښه زړۀ نه لري.

د سي بي سي نيوز لخوا په ترسره شوې سروي کې د ټول افغانستان په کچه له نژدې ١٦٠٠ تنو نه د افغانستان د اوسنۍ وضعې او په دغه هيواد کې د بهرنيو عسکرو په اړه پوښتنې شوې دي.

د نظر پوښتنې پايلې ښيي چې٦٠ په سلو کې افغانان په خپل هيواد کې د بهرنيو عسکرو له شتون څخه خوښ دي او د افغانستان د دولت له مخالفينو سره ددغو ځواکونو مبارزه اغېزناکه بولي، خو ١٦ په سلو کې افغانان د بهرنيو سرتېرو شتون ته په ښه سترگه نه گوري.

نظر پوښتنه څرگندوي، په سويلي ولايت کندهار کې چې تر شمالي ولايتونو هلته د طالبانو حضور پياوړى دى، ډېر خلک له ناټو ځواکونو سره ليوالتيا نه لري. په دغه ولايت کې 23 په سلو کې خلک د بهرنيو له حضور سره مخالف او ٦١ په سلو کې يې شتون اړين بولي.

د ټول افغانستان په کچه د پوښتل شويو وگړو ٣٨ په سلو کې خلکو ويلي، بهرني سرتېري بايد په افغانستان کې له يوه نه تر پنځو کلونو پورې د ځانگړې مودې لپاره پاتې شي، خو ٤٣ په سلو کې خلکو بيا په افغانستان کې د طالبانو ترماتې او په دغه هيواد کې د نظم تر راتلو پورې د بهرنيو سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.
د پوښتل شويو خلکو لويې ٧٣ په سلو کې برخې ويلي چې دوى له طالبانو نه ښه خاطره نه لري.

د افغانستان د بيارغونې د تېر شپږ کلن بهير او د ښځو د حالت په اړه د پوښتل شويو خلکو ٥١ په سلو کې چې ٤٨ په سلو کې يې د کندهار ولايت اوسېدونکي جوړوي، ويلي چې هيواد يې په تېرو څو کلونو کې ښه پرمخ تللى او ٧٣ په سلو کې خلکو د مېرمنو وضع تر پخوا ډېره ښه ښودلې ده.

په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو په اړه د خلکو دغه نظر پوښتنه چې د روان کال د سپټمبر له ١٧ مې تر ٢٤ مې پورې د افغانانو د ټول نفوس په 3.8 سلنې ترسره شوې، له ولسمشر حامد کرزي نه د افغانستان د خلکو رضايت په لوړه کچه ښيي او څرگندوي چې ٧٠ په سلو کې افغانان د کرزي له کارونونه خوښ دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت