|
شننه : د وسله والو له ستونزې سره دې څه وشي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر کرزي له ډېره وخته د پاکستان قبايلي سيمو ته چې په پوله ورسره پرتې دي اشاره کړې چې د طالبانو د ستونزې جرړې پکې دي . دغه وروستى گواښ تر اوسه پورې د دۀ له لورې تر ټولو سخت دى . دا تصور چې دغه گواښ به دى عملي کړاى شي گران ښکاري ، خپله ولسمشر کرزى ښه پوهيږي چې دغه ډول کار به څومره ناکراري پيدا کړي . خو د دۀ مخ په زياتېدونکې زړۀ تنگي ورسره ډېر ملاتړي هم مني . تېره مياشت په يوۀ کم ساري نقد کوونکي بيان کې د ناټو يوۀ وياند د افغانستان په ختيځ کې د بريدونو د ډېرېدا خبره وکړه . د تېر کال په پرتله دغلته په سلو کې پنځوس بريدونه ډېر شوي . د ناټو وياند وويل دغه ډېرېدا تر يوۀ ځايه له طالبانو او اورپکو سره د پاکستان د سولې د وروستي تړون له امله ده . دغه ارزونه د امريکا د دفاع په وزارت کې جنرال دن مکنيل هم وکړه ، دى په افغانستان کې د امريکا لوى قومندان و چې اوس يې دنده پاى ته رسېدلې ده . دۀ په دې نيوکه وکړه چې د دۀ په وينا د پاکستان له قبايلي سيمو څخه په عملياتو بوختو اورپکو ډلو باندې فشار کم دى . د پاکستان نوي ملکي مشرتابۀ په دې ټينگار کړى دى چې د پولې دواړو غاړو ته بايد د بريدونو د درولو لپاره نوې لار غوره شي . خو سرچينې وايي چې دغه خبرې اترې تر ډېره د پاکستان د پوځ استخبارات ترسره کوي، هغوى له ډېره وخته له طالبانو سره نژدې اړيکي لرلې او داسې ښکاري چې د دوى لومړيتوب دا دى چې په پاکستان کې تاوتريخوالى ودريږي . داسې رپوټونه شته چې په خبرو اترو کې داسې نوې مادې هم شته چې له پولې پورې غاړې د بريدونو مخه نيسي خو په کومو ټکو چې دغه مادې له رپوټونو سره سم کښل شوي دي هغه په هر ډول تعبيرېدلى شي . په پاکستان کې دننه ډير کسان له خپلو پولو سره د امريکا د پوځ او د ناټو ځواکونو ښکېلېدا او خپله د ښاغلي کرزي د حکومت کمزوري اصلي ستونزه گڼي . خو ټول ښايي په دې سلا وي چې که څه پرمختگ کيږي نو د افغان او پاکستاني مشرتابۀ تر منځ ورته ښې کاري اړيکي مهمې دي . د اوس لپاره داسې ښکاري چې همدا خبره هم گواښل شوې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشر کرزي پاکستاني طالبان په کلکه وگواښل15 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||