BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:22 گرينويچ 2008 ,15 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر کرزي پاکستاني طالبان په کلکه وگواښل

افغان ولسمشر حامد کرزى
کرزی: نوره مو حوصله ختمه شوې ده ... افغانستان له خپلې خاورې نه د دفاع کولو حق لري .
افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستاني اسلامي تند لارو ته گواښ وکړ که په افغانستان کې له خپلو بريدونو لاس په سر نشي نوافغانان به د دوى د ځپلو په موخه له پولې هاغاړې تېر شي .

ولسمشر حامد کرزي په يوې خبري غونډه کې د پاکستاني طالبانو وروستيو گواښونو او بريدونو ته په اشارې وويل که چيرې هغوى د ډيورند له پولې دې غاړې اوښتى شي نو افغانان هم حق لري چې له خپلې خاورې د دفاع لپاره د دوى پر اصلي سرچينو بريد وکړي. نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د وسلوالو اورپکو په خلاف دې واک په خپل لاس کې واخلي او د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزې کې کوټلي گامونه پورته کړي.

دا لومړى ځل دى چې افغان ولسمشر په زغرده او ترخه ژبه د ډيورند د کرښې هاخوا پر پاکستاني اسلامي تندلارو د بريد گواښ کوي. حامد کرزي وويل که پاکستاني وسلوال طالبان د بريدونو لپاره افغانستان ته راځي نو افغانان حق لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي .

ښاغلي کرزي وويل اوس افغانستان د پاکستاني وسلوالو اورپکو پر وړاندې د جگړې لپاره هر ډول امکانات په واک کې لري .

ولسمشر کرزي ټينگار وکړ که پاکستاني اسلامي تندلاري د جهاد په نامه د بريدونو په نيت افغانستان ته راځي نو افغانان به هم د دوى د ځپلو لپاره له پولې هاغاړې تېر شي :

((نوره مې د صبر کاسه ډکه شوې ده، په زرگونو کسان زموږ خاورې ته استول کيږي، کورونه او ښونځي مو سوځول کيږي او خلک مو له منځه وړل کيږي. افغانستان د خپل ژوند او د خپلې خاورې د دفاع حق لري نو دا څنگه شونې ده چې يو بهرنى وگړى جرت کوي او وايي چې زه افغانستان ته ځم او خلک وژنم ))

ښاغلى کرزى په داسې مهال پر پاکستاني وسله والو طالبانو د بريد گواښ کوي په افغانستان کې د وروستيو ځينو چاودنو او بريدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستې ده.
ولسمشر کرزي په پاکستان کې د اسلامي تندلارو مشران د ټولو پښتنو پرضد د دغه هيواد د څارگرې ادارې جاسوسان وگڼل.
افغان ولسمشر له دغو کړاونو نه د افغانستان او په ځانگړې توگه د پښتنو ژغورل
د خپل د حکومت دنده وگڼله.

د خبري غونډې په ترڅ کې ښاغلي کرزي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د اسلامي تندلارو پر ضد دې کوټلي گامونه اوچت کړي :

(( دا خلک فکر کوي چې پخوانى افغانستان اوس هم بې صاحبه دى يا خو به فکر کوي چې د ډيورند کرښه نشته ، ښه ده چې نشته موږ هم پرې خوشحاله يو. نو دا افغانستان ته د خپلې خاورې او خلکو دفاع لپاره حق ورکوي. او په پاکستان کې د پښتنو د دفاع لپاره حق ورکوي. په وزيرستان او په باجوړ کې پښتانه هره ورځ تر ظلم لاندې دي څنگه چې ښمن مو سره يو دى نو هيلمند يم چې په گډه دغه مجادله هلته وکړو.))

د افغان ولسمشر حامد کرزي دغه څرگندونې د پاريس له غونډې درې ورځې وروسته کيږي.

کابل وايي په پاکستان کې د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې وروستي تړون په افغانستان کې د ناامنيو لمنه ډيره پراخه کړې خو اسلام آباد دغه خبره تل رد کړې ده .

د افغان حکومت دغه دريز په داسې مهال په ډاگه کيږي چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ اړيکې ظاهرا ښيې شوې وې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت