|
'دتښتېدليوزندانيانولټون دوام لري' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي چې د کندهار له زندانه د تښتېدلو زاندانيانو د بېرته نيولو لپاره يې د ناټو په مرسته په پراخو عملياتو لاس پورې کړى دى. د سيمه ييزو چارواکو خبره ده چې د کندهار په نژدې ټولو ولسواليو کې عمليات پيل شوي او ځينې سيمې بمباردې شوې هم دي. ظاهرآ داسې ښکاري چې د کومو زندانيانو د بيرته نيولو هيله نه وي د بمباريو په مټ د هغوى د وژلو هڅه شوې ده . تر اوسه په بمباريو کې د وژل شويو کسانو شمېره نه ده ښکاره شوې . په کندهار کې د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي بي بي سي ته وويل چې د تېرې ورځي په اوږدو کې دوه موټر او يو کور د ناټو ځواکونو له لوري بمبارد شوي دي. که څه هم ښاغلى کرزى وايي چې نژدې شل تنه زندانيان بېرته نيول شوي دي . خو قاري يوسف احمدي چې د وسله والو طالبانو وياند ځان را پېژني ادعا کوي چې خپل ټول زندانيان يې تر خوندي سيمو رسولي دي . هېڅ طالب زنداني د ده په خبره نه بيرته نيول شوى او نه هم وژل شوى دى. وسله وال طالبان اوس دا هم وايي چې د وړمې شپې په لومړني ځانمرگي بريد کې چې د زندان لويه دروازه يې پرې والوزوله اتلس کيلو بارود ځاى پر ځاى شوي و . د کندهار په زندان کې تر بريد وړاندې د زنداني شويو اسيرانو د شميرې په باب هم بيلا بيلې خبرې کيږي . لومړى افغان چارواکو ١٣ سوه زندانيان يادول خو اوس وايي چې هلته يوازې يوزر او پنځوس زندانيان ساتل شوي و چې ٤٠٠ يې طالبان او پاتې نور يې په جنايي جرمونو تورن و. | ورسره تړلي نور خبرونه د کندهار له زندانه سلگونه طالبان تښتېدلي دي13 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||