|
د کندهار له زندانه سلگونه طالبان تښتېدلي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کندهار په ښار کې د جمعې په ورځ ( جوزا ٢٤ ، د جون ١٣ ) د ماخوستن په څه باندې نهه بجې تر يوۀ بريد وروسته له زندانه په سلگونو طالبان تښتېدلي دي . خو د ولسمشر حامد کرزي ورور ولي کرزي ويلي چې شاوخوا ١٥٠٠ بنديان تښتېدلي دي . د کندهار د ولايتي جرگې ريس او د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې لومړى په يوۀ گاډي کې د زندان په خولۀ کې ځانمرگى بريد وشو . په دغه بريد کې شاوخوا پنځلس پوليس وژل شوي دي . د ښاغلي احمد ولي کرزي په وينا وروسته په زندان کې له مېشتو شاوخوا ٣٥٠ و سياسي زندانيانو څخه يوازې لس پر ځاى پاتې شوي او نور ټول يې تښتېدلي دي . د کندهار د ولايتي جرگې مشر وايي په دغه پېښه کې ځينې جنايي زندانيان هم په تېښته بريالي شوي دي . وسله والو کسانو د کاماز له موټر څخه د گټې په اخيستو سره د زندان عمومي دروازه الوزولې ده . داسې رپوټونه هم وو چې په دغه بريد کې نورې وسلې هم کاريدلي دي خو لا تر اوسه دغه خبره سپينه شوې نه ده . د کندهار په ښار کې افغان سرتېري او پوليس ځاى پرځاى شوي دي، په ښار کې بېړني حالات اعلان شوي او له خلکو غوښتل شوي چې د خپلو کورونو د ننه کښېني . کندهار د افغانستان په سوېل کې يو له هغو ناامنه ولايتونو څخه دى چې هر وخت ترېنه د د وسله والو طالبانو او بهرنيوځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکول کيږي . تېره مياشت په کندهار کې زندانيانو وروسته له هغه چې د افغانستان د پارلمان استازي ورغلي ول، چې ددوى د دوسيو په اړه غور وکړي، د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوۀ . شاوخوا ٤٠٠ زندانيانو ويلي وو چې د دوى محاکمه په عادلانه توگه نه کيږي، او له ډول ډول سزاگانو يې سر ټکاوۀ . وژل شوي امريکايان د وروستيو راپورونو ترمخه، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يوه تن وياند ويلي چې څلور امريکايي سرتېري هغه مهال ووژل شول کله يې چې د سړک پرغاړه موټر وخوت . د امريکايي ځواکونو وياند ډگروال ډېوېډ جانسن ويلي چې چاودنه هغه مهال وشوه کله چې امريکايي پوځيانو افغاني پوليسو ته تمرين ورکاوۀ.
د دغو څلورو امريکايي سرتېرو په گډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د روان ٢٠٠٨ کال له پيل څخه د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ٦٣ کسانو ته ورسېده . دا په داسې حال کې ده چې ناټو ځواکونو د روان کال له پيله په افغانستان کې د خپلو ٤٥ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى . او په تېر کال د هېواد په بېلابېلو پېښو کې ٢٤٠ نړيوال سرتېري وژل شوي ول . دا مهال په افغانستان کې د ٣٨ هېوادونو تر ٥٠ زرو ډېر سرتېري د سوله ساتي يا آيساف ځواک په چوکاټ کې له طالبانو او نورو جنگياليو سره په جگړه بوخت دي . دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس خپلو اروپايي سيالانو ته ويلي وه چې دا لومړى ځل دى چې د مۍ مياشتې په اوږدو کې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو شمېره په عراق کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو له شمېرې څخه اوړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||