BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:15 گرينويچ 2008 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ولسمشر حامد کزى هالنډ ته تللى دى

ولسمشر حامد کرزى
ولسمشر حامد کرزى د هالنډي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلى دى .
افغان ولسمشر حامد کرزى په دوه ورځني سفر هالنډ ته خوځېدلى دى .

ښاغلى کرزى به د خپل سفر په ترڅ کې د هالنډ له ملکې، لومړي وزير او نورو چارواکو سره په بېلابېلو مسايلو خبرې اترې وکړي .

هالنډ ته د افغان ولسمشر حامد کرزي دغه سفر په پاريس کې له افغانستان سره مرستی له نړيوال کنفرانسه نژدې درې ورځې وړاندې کېږي .

هالنډ ته په دغه سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يوشمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي او د کابينې ځينې وزيران هم مل دي .

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ښاغلى کرزى به په هالنډ کې د دغه هېواد له ملکې بياتريکس، لومړي وزير او د ملي شورا له مشرانو سره په بيلابيلو مسايلو خبرې اترې وکړي .

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې له مخې ښاغلى کرزى به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د پراختيا په موخه په يوه غونډې کې هم وينا وکړي .

د افغانستان د پارلماني چارو د وزارت وياند اصف ننگ بي بي سي ته وويل هالنډ ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر د نړيوالو همکاريو او په ځانگړې توگه د هالنډ هېواد د مرستو په راماتولو کې ډېر ازښتناک دى .

ولسمشر حامد کرزى د هالنډي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلى دى .

افغان ولسمشر به په هالنډ کې له خپل دوه ورځني سفروروسته په پاريس غونډه کې گډون وکړي .

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د نړۍ د مرسته کونکو هېوادونو غونډه درې ورځې وروسته په پاريس کې جوړه شي .

د يادولو وړده چې هالنډ په افغانستان کې نژدې ٢٠٠٠ سرتېري لري چې گڼ يې د دغه هېواد په مرکزي ولايت ارزگان کې مېشت دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت