BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى او بوش به په مصر کې سره وويني
کرزى او بوش
''ددواړو هېوادونو اړيکي، د افغانستان په بيارغاونه کې د امريکا ونډه، له ترهگرۍ سره مبارزه او له دې ټولو مهمه د افغانستان د ملي پوځ او پوليسو پياوړتيا به په دې سفر کې د دواړو ولسمشرانو د خبرو اساسي موضوعات وي .''
افغان چارواکي وايي په راتلونکې اوونۍ کې به د افغانستان ولسمشر له خپل امريکايي سيال جورج بوش سره د مصر په هېواد کې وويني .

لا تر اوسه مصر ته ددغو دواړو ولسمشرانو د سفر ورځ نه ده په گوته شوئ، خو ويل کېږي چې دغه دواړه ولسمشران به د مصر په شرم الشيخ کې له يو بل سره وويني .

ټاکل شوې چې ولسمشر کرزى او بوش به په دې ناسته کې د افغانستان د روانو حالاتو او په پاريس کې د کېدونکې غونډې په اړه چې د افغانستان د بيارغاونې لپاره به نوې مرستې راجلب کړي، خبرې وکړي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير سلطان احمد بهين وايي په دې سفر کې به د افغانستان د ملي پوځ د پاوړتيا په اړه هم خبرې وشي .

ښاغلى بهين وايي: ''ددواړو هېوادونو اړيکي، د افغانستان په بيارغاونه کې د امريکا ونډه، له ترهگرۍ سره مبارزه او له دې ټولو مهمه د افغانستان د ملي پوځ او پوليسو پياوړتيا به په دې سفر کې د دواړو ولسمشرانو د خبرو اساسي موضوعات وي .''

همدارنگه تمه کيږي چې د امريکا ولسمشر به افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړي چې هېواد يې لا اوس هم پر هغو ژمنو ولاړ دى چې د بن په غونډه کې يې پرېکړه شوې وه .

د بن په غونډه کې امريکا ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د سولې او ټيکاو او ديموکراسي راوستو په برخه کې خپلې مرستې کوي .

د متحدو ايالتونو ولسمشر به منځني ختيځ ته د خپل سفر په اوږدو کې له حامدکرزي سربېره د مصر، عربستان، اسرايل، اردن او فلسطين له چارواکو سره په سيمه کې د سولې او امنيت په برخه کې خبرې وکړي .

ولسمشر بوش په داسې حال کې سفر کوي چې د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ ټاکنو ته تياري نيول کېږي او ښاغلى بوش غواړي چې د نړيوالو مسايلو په اړه پر خپلو ژمنو بيا ټينگار وکړي .

مصر ته د ولسمشر کرزي دغه سفر په داسې حال کې دى چې په دې وروستيو کلونو کې افغانستان او عربي هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکي چندانې ښه نه وو او د افغانستان په بيا رغاونه کې دغو هېوادونو لږه ونډه اخيستې ده .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې هېواد يې له عربي هېوادونو سره ښې اړيکې ساتل غواړي او په همدې موخه دوه اوونۍ وړاندې ولسمشر کرزي د کويت هېواد ته هم سفر کړى و او په راتلونکې اوونۍ کې به مصر ته هم سفر وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت