BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:21 گرينويچ 2008 ,06 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: له ترهگرۍ سره خبرې اترې د سيمې په گټه نه دي

د ملگرو ملتونو نښان
د ملگرو ملتونو سازمان په داسې مهال په پاکستان کې له سيمه ييزو طالبانو سره د خبرو اترو د وړانديز په اړه غبرگون ښيي چې له دې وړاندې افغان چارواکو په دغه بهير کلکه نيوکه کړې وه .
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سازمان وايي د پاکستان د نوي حکومت وړانديز چې له مخې يې د دغه هېواد له سيمه ييزو طالبانو سره خبرې اترې کيږي کېداى شي په سېمه کې د تاوتريخوالي ډېرېدو ته لمن ووهي .

په پاکستان کې د نوي حکومت او سيمه ييزو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو وړانديز د افغان چارواکو غبرگون هم راپارولى دى .

د افغانستان د ملي امنيت مشر د پاکستان د نوي حکومت دغه وړانديز د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزې کې د دغه هېواد دوه مخى سياست بللى چې په پلې کېدو يې ښايي افغانستان ته زيان ډېر وي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سازمان يوناما د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه د سيمه ييزې مبارزې يوه برخه گڼي او له دغې ډلې سره د پاکستان د نوي حکومت خبرې اترې په سيمه کې د سولې او ثبات په گټه نه گڼي .

په کابل کې د يوناما وياند حليم صديق يوې خبري غونډې ته وويل هغه مهال ترهگري له ماتې سره مخامخ کېداى شي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزې کې له يوبل سره مرسته وکړي .

د ملگرو ملتونو سازمان په داسې مهال په پاکستان کې له سيمه ييزو طالبانو سره د خبرو اترو د وړانديز په اړه غبرگون ښيي چې له دې وړاندې افغان چارواکو په دغه بهير کلکه نيوکه کړې وه .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم دغه وړانديز په سيمه او هېواد کې د سولې او ټيکاو پر وړاندې گواښ گڼلى دى .

د يوسف رضا گيلاني په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت داسې يوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې د دغه هېواد له سيمه ييزو طالبانو سره د سولې خبرې اترې شوني دي .

د ځينو شنونکو په باور دغه وړانديز د هغو سياستونو پروړاندې يوه تر ټولو ملايمه طرحه ده چې د طالبانو پر وړاندې په جگړې يې ډېر ټينگار و .

د دغو شنونکو په وينا د پاکستان نوى جوړ شوى حکومت غواړي د دغه سياست په مټ وښيي چې گواکې د طالبانو پر وړاندې مخکېنى سياست له ماتې سره مخامخ شوى دى .

تېره اوونۍ يوې امريکايۍ ورځپاڼې هم ليکلي و چې له سيمه ييزو طالبانو سره د پاکستان د حکومت سوله د امريکا د متحدو ايالتونو لپاره د خطر زنگ دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت