BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:38 گرينويچ 2008 ,05 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سپنتا: له طالبانو سره د سولې په اړه اندېښمن يو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفترسپنتا
ښاغلي سپنتا وويل د ډيورند د هاغاړې له دوستانو غواړم چې ترهگرو ته دې د ډاليو پر ځاى د هغوى پر وړاندې قانوني گډه جدي مبارزه وکړي .
افغان حکومت د پاکستان د نوي حکومت د هغه وړانديز په اړه اندېښنه ښوولې چې له مخې يې له طالبانو سره د سولې د تړون په اړه خبرې اترې کيږي .

افغان چارواکي له ملگرو هېوادونو غواړي چې د ترهگرۍ پر وړاندې روانې جگړې ته د سيمې په کچه په پراخ نظر وگوري .

ځينې افغان چارواکي د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت دغې نوې تگلارې ته د دوه مخي سياست په سترگه گوري .

په پاکستان کې د نوي حکومت او سيمه ييزو طالبانو ترمنځ د سولې د تړون وړانديز نه يوازې يوشمېر لوېديځ هېوادونه اندېښمن کړي، بلکې په سيمه کې يې د ځينو هېوادونو اندېښنې هم زياتې کړې دي .

افغانستان د سيمې يو له هغو هېوادونوگڼل کيږي چې د پاکستان د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په نامۀ له دغه وړانديزه اندېښنه لري .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ترهگرۍ نه يوازې د سيمې، بلکې د نړۍ د هېوادونو لپاره يوه تر ټولو لویه ننگونه ده چې په وينا يې په ټوليزه توگه د ملگرو هېوادونو گډې مبارزې ته اړتيا لري .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر رنگين دادفر سپنتا په نامستقيمه توگه پاکستان ته گوته ونيوه او له دغه هېواده يې وغوښتل چې ترهگرو ته د ډاليو د ورکولو پرځاى دې د هغوى پر وړاندې گډه قانوني مبارزه وکړي :

'' هر هغه څه چې په يوازې توگه د ترهگرو په له منځه وړو کې وي چې له امله يې د هگرو مخه بل لور ته واړول شي د سولې او همکاريو په گټه نه دى . د ترهگرو پر وړاندې مبارزه يوه گډه مبارزه ده . د ډيورند د هاغاړې له دوستانو غواړم چې ترهگرو ته دې د ډاليو پر ځاى د هغوى پر وړاندې قانوني گډه جدي مبارزه وکړي .''

 د پاکستان د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون پر سر خبرې اترې له هغه وروسته بې نتيجې اعلان شوې چې په سويلي وزيرستان کې د وسله والو اورپکو مشر بيت الله محسود له قبايلي سيمو نه د پاکستاني پوځ د وتلو وړانديز وکړ

ښاغلي سپنتا په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو نه د هرکلي ترڅنگ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو دلاډېرو پراختيا هيله وکړه .

افغان چارواکي په داسې مهال په پاکستان کې د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون د وړانديز په اړه اندېښنه لري چې له دې وړاندې د امريکا د متحدو ايالتونو په گډون ځينو نورو هېوادونو دغه وړانديز په کلکو ټکو غندلى و .

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعدې جنگياليو د بريدونو په اړه ويلي و چې دغه ترهگره ډله د پاکستان په قبايلي سيمو کې پټن ځايونه جوړ کړي او په افغانستان کې يې پر مېشتو نړيوالو ځواکونو د بريدونو لپاره کاروي .

ځينې شنونکي وايي په پاکستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دغې طرحې امريکا ظاهرآ ددې لپاره اندېښمنه کړې چې دا به په پاکستان کې جگړو ته د پاى ټکى کېږدي او طالبان به پر بهرنيو ځواکونو د بريد لپاره افغانستان وکاروي .

خو د پاکستان د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون پر سر خبرې اترې له هغه وروسته بې نتيجې اعلان شوې چې په سويلي وزيرستان کې د وسله والو اورپکو مشر بيت الله محسود له قبايلي سيمو نه د پاکستاني پوځ د وتلو وړانديز وکړ .

ځينې شنونکي وايي که څه هم ظاهرآ دغه وړانديز د اوس لپاره رد شوى، خو کېداى شي د سولې د تړون د وړانديز پر سر له طالبانو سره خبرې اترې يوځل بيا له سره پيل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت