|
د غويي د ٨ د بريد په تړاو دوه چارواکي نيول شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت له يوې اوونۍ څېړنو وروسته د غوايي د اتمې د بريد په تړاو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت د دوو چارواکو د نيولو خبر ورکړ . چارواکي وايي، د همدغو دووتنو د اعترافاتو په پايله کې هغوى د کابل په گذرگاه کې د طالبانو يو پټنځاى پيدا کړ او له منځه يې يووړ . د روان کال د غوايي په اتمه هغه مهال ظاهرآ د افغانستان په ولسمشر بريد وشو، چې د دغه هېواد کې د مجاهدينو د برياليتوب کليزه لمانځل کېده . ددغه بريد په اړه تر ډېره افغان امنيتي ځواکونه پړه وبلل شول . که څه هم افغان چارواکي وايي، چې له يوې اوونۍ وروسته هم د غويي د اتمې د بريد څېړنې نه دي بشپړې شوي، خو ټينگار کوي په دې اړه يو لړ لاسته راوړنې لري . د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت عمومي مشر چې له بريد نه وروسته په خپله دوهمه گډه خبري غونډه کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې د څېړنو د لابشپړېدو لپاره اړ دي له يو زيات شمېر هغو امنيتي کسانو نه پوښتنې وکړې چې د جشن د سيمې د امنيت دنده يې پرغاړه لرله . د افغانستان د ملي دفاع وزير چې د جشن پر سيمې د بريد د څېړنې د کمئسيون مشري هم کوي وايي، تر دې مهاله امنيتي چارواکو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو دوه تنه کار کوونکي له بريد سره د تړاو په تور نيولي دي : ''همايون نومى چاچې د سرينا په هوټل بريد تر سره کړى و او بيا پاکستان ته تښتېدلى و او بيا بېرته راغلى وو په گذرگا کې د عملياتو په ترڅ کې ووژل شو او موږ د هغه جسد د پخوانيو تورنو په مټ وپېژانده .
او دوه نور ځانمرگي بريد کوونکي هم هلته ووژل شول چې د معلوماتو او شته اسنادو پر بنسټ چې موږ يې لرو، دوى افغانان نه دي او موږ به په راتلونکي کنفرانس کې ددغو په گډه پوره معلومات ورکړو چې دا کار ددوى د القاعده وايي او د ميرانشاه په سيمه او له افغانستان بهر د اړيکو د شته والي څرگندونه کوي .'' افغانستان کې د مجاهدينو د برياليتوب شپاړسمې کليزې پر جشن بريد ددې ترڅنگ چې دغه جشن گډوډ کړ، دغه هيواد د ولسي جرگې د يوه غړي په گډون يې درې تنه ووژل. دغه بريد له داسې سيمې وشو، چې تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې و . د افغانستان د ملي دفاع وزير هم شک وښوده، چې بريد کوونکو ته وسلې له حکومتي سرچينو نه نه وي ورکړل شوي. هغه وويل، د ملي دفاع وزارت هغه کارکوونکى چې د بريد په تړاو نيول شوى، د وسلو جوړوونکى و له همدې امله د هغه په وينا شک کېږي چې هغه دې دغه وسلې د بريد کوونکو په واک کې نه وي ورکړي . د پېښې په تړاو بل نيول شوى کس د کورنيو چارو وزارت کار کوونکى دى. د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل وايي، دغه کس د پوليسو په روغتيايي څانگه کې کار کاوه او ادعا يې وکړه چې طالبانو ته يې معلومات ورکول . په خبرې ناسته کې د افغانستان د ملي امنيت مشر امرالله صالح له بريد سره د افغانستان له پولو هاخوا طالبانو د تړاو يادونه وکړه . هغه وويل، په گذرگاه کې وژل شوى طالب هغه څوک و، چې پر سرينا هوټل بريد يې تنظيم کړى و او پاکستان ته تر تښتېدو وروسته د نورو بريدونو لپاره افغانستان ته راغلى و. ''يو شمېر خلکو چې په ځينو امنيتي ادارو کې يې دندې درلودې، هغوى نېغ په نېغه زموږ د فزيکي امنيت يا په محاربوي قواوو کې نه وو شامل، خو په حمايوي او لوژيستيکي ادارو کې وو چې يا دوى په پېښه کې نېغ او يا د هغې په تمويل او ملاتړ کې لاس لري، چې دا دوه تنه دي . دا يو کس يې چې همايون نومېده او د سرينا د هوټل په بريد کې يې هم لاس لاره .'' د غويي د اتمې پر جشن بريد ددې ترڅنگ چې يو شمېر مړه او ټپيان پرځاى پرېښودل، د افغانستان د ولسي جرگې د غړو غوسه يې هم راوپاروله. دغې جرگې له همدې امله د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت مشر استيضاح کړل خو درې واړه په خپلو دندو پاتې شول . | ورسره تړلي نور خبرونه امنيتي چارواکو ته د باور رايه ورکړل شوه29 اپريل, 2008 | خبرونه 'امنيتي چارواکي به استيضاح ته راوبولو'28 اپريل, 2008 | خبرونه نړيوالو پر کرزي شوى بريد وغاندۀ28 اپريل, 2008 | خبرونه ولسمشرکرزى او کابينه يې له بريده روغ ووتل27 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||