|
'امنيتي چارواکي به استيضاح ته راوبولو' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې پرېکړه کړې چې ددغه هېواد امنيتي چارواکي استيضاحيه غونډې ته راوبولي. په دغو چارواکو کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت مشر شامل دي . پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د افغانستان د مجاهدينو د برياليتوب د ورځې د لمانځنې په جشن بريد وشو او د ولسي جرگې يو تن غړي په کې مړ او بل يې ټپي شو . د ولسي جرگې غړي ادعا کوي چې دغه بريد گواکي د امنيتي چارواکو د بې کفايتۍ له امله وشو. په همدې حال کې نن د ولسي جرگې هغه غړى چې په ياد شوي بريد کې ووژل شو په کابل کې د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو . که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې ورځې د بريد د ښې څېړنې او په هغه کې د ښکېلو خواوو د نيولو امر کړى، خو د افغانستان ولسي جرگې په خپله نننۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د پېښې په تړاو به ددغه هېواد د امنيتي ارگانونو مشران استيضاح ته رابولي . د جرگې غړو ټينگار کاوه که دغه چارواکي استيضاح او د اړتيا په صورت کې باور رايې ترې وانخيستل شي، په راتلونکي کې به ورته ډېرې پېښې وشي . د ولسي جرگې د دوشنبې په غونډه کې ډېر بحث په دې کېده، چې بريد کوونکي څرنگه په دې وتوانېدل پر يوه داسې سيمه کې اړودوړ جوړ کړي چې له څو اوونيو راهيسې يې امنيتي چارې پيل شوې وې . په ولسي جرگه کې د فراه ولايت استازى موسى نصرت وايي دا او دې ته ورته پوښتنو ته خامخا بايد امنيتي چارواکي ځواب ووايي : '' اول دې له امنيتي چارواکو دا پوښتنه وشي، چې دوى د جشن د امنيت په نيولو کې ناکامه نه وو، اوس خو پېښه وشوه، بيا هم د ملي دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير، د ملي امنيت رئيس او يا هغه کسان چې وايي افغانستان تکړه پوليس او پوځ لري، د دښمن په يوه جزيي حرکت له صحنې وتښتېدل . ايا ددوى دغه عمل ددې وړ دى چې دوى دې نور هم خپلو دندو ته ادامه ورکړي؟ '' په کابل کې د مجاهدينو د بريا د کليزې د لمانځنې پر جشن بريد چې پړه يې طالبانو پر غاړه واخيسته د دوو نورو کسانو ترڅنگ د ولسي جرگې يو غړى هم وواژه . په ولسي جرگه کې د پکتيا ولايت استازى فضل الرحمن څمکنى د جشن په سيمه کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ومړ . د نوموړي مړى نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د کابل په دارالامان کې چې ويل کيږي هلته به د افغان پارلمان نوې ودانۍ جوړه شي خاوروته وسپارل شو . په تېرو څو مياشتو کې دا د ولسي جرگې اووم غړى دى چې وژل کېږي . وړاندې تر دې ددغې جرگې شپږ تنه غړي په بغلان کې د يوې چاودنې له امله وژل شوي و. ولسي جرگې د دوشنبې په غونډه کې د امنيت او حکومتي ستونزو په اړه يو لړ نور بحثونه هم وکړل، خو ددغې جرگې مرستيال ميرويس ياسيني په پاى کې د خلکو له استازو وغوښتل چې د اوس لپاره ددغو درېيو چارواکو په استيضاح هوکړه وکړي . د افغانستان ولسي جرگې تر دې وړاندې هم يو شمېر حکومتي چارواکي استيضاح ته رابللي و، چې دغه کار د حکومت او پارلمان ترمنځ ځينې اختلافونه هم وزېږول. په دې برخه کې د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير خبره د ډېرو خلکو د ژبې پر سر ده چې تر اوسه هم د هغه په شتون او نه شتون حکومت او پارلمان يوه خوله شوي نه دي. | ورسره تړلي نور خبرونه نړيوالو پر کرزي شوى بريد وغاندۀ28 اپريل, 2008 | خبرونه د پکتيا استازي فضل الرحمن څمکني ساه ورکړه27 اپريل, 2008 | خبرونه ولسمشرکرزى او کابينه يې له بريده روغ ووتل27 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||