BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:52 گرينويچ 2008 ,27 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشرکرزى او کابينه يې له بريده روغ ووتل
ولسمشر کرزى د مراسمو په پيل کې
د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ولسمشر کرزي له چارواکو غوښتي دي چې د دغې پېښې جدي پلټنه وکړي .
نن ( يکشنبې د غويي ٨ د اپريل ٢٧ ) په کابل کې ولسمشر حامد کرزى او ددۀ د کابينې غړي له هغۀ بريده روغ رمټ ووتل چې پړه يې وسله والو طالبانو پرغاړه واخيسته .

دغه نننى بريد په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر ته نژدې د هغۀ پوځي پريډ پر وخت وشو چې د ډاکټر نجيب الله د رژيم د نسکوريدو او د مجاهدينو د بري د شپاړسمې کاليزې په وياړ جوړ شوى و .

د دغو مراسمو ژوندي انځورونه د افغانستان ملي تلويزيون خپرول خو ناڅاپي د ډزو له غږه وروسته دغه خپرونې وځنډول شوې او ملي سندرې پيل شوې .

د وسله والو طالبانو په استازيتوب يوۀ کس چې ځان ذبيح الله مجاهد نوماوۀ بي بي سي ته سملاسي له يوۀ ناڅرگنده ځايه ټيلې فون وکړ او ادعا يې وکړه چې دوى دغه بريد کړى دى او گواکې څلور کسان يې پکې ښکېل و .

دغه کس وروسته ويل چې په څلورو کسانو کې يې درې وژل شوي دي خو دا يې نه ويل چې څرنگه ووژل شول .

له بريده نژدې يو ساعت وروسته ولسمشر حامد کرزي ډير لنډ تلويزيوني پيغام خپور کړ او ويې ويل چې د دۀ په وينا د افغانستان دښمنانو د جشن د مراسمو د خرابولو هڅه وکړه خو د ملي پوځ سرتيرو کلابندبه کړل او ځينې کسان يې ونيول .

د لمانځن غونډې پيل
د کابل په ښار کې اوس د امنيت ټينگولو په هيله کلک گامونه پورته شوي او پوځي کسان او پوليس ډير پکې ښکاري .

د افغانستان د دفاع وزارت وروسته وويل چې په دغه بريد کې لږ تر لږه د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او ١١ نور پکې ټپيان دي .

ويل کيږي چې په ټپيانو کې يو کس د ملي شورا غړى هم دى چې وضعيت يې ظاهرآ د اندېښنې وړ نه دى .

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ولسمشر کرزي له چارواکو غوښتي دي چې د دغې پېښې جدي پلټنه وکړي .

د مجاهدينو د بري د مراسمو لپاره په تيرو څو ورځو کې په کابل کې خورا ډېر امنيتي گامونه اخيستل شوي و او ډيرې هغه لارې چې پلازمېنې ته غځيدلي دي د تلاشيو لپاره تړلې وې .

د ښار په منځ کې هم ځاى ځاى پوليسو تلاشۍ کولې او د جشن د مراسمو ځاى ته نژدې لارې تر ډيره تړلې وې .

د پېښې سترگو ليدلى حال

د بي بي سي يو خبريال ، ايوب اروين ، چې د مراسمو په سيمه کې و وايي چې د ملي سرود پر وخت چې ملي پوځ د درناوي په دود د توپ ډزې کولې د سپکو وسلو ډزې پيل شوې .

د دۀ په وينا ډزې د هغۀ دريځ يا سټيج په لور وشوې چې ولسمشر حامد کرزى او نور چارواکي پکې ولاړ و .

زموږ خبريال وايي چې ولسمشر کرزى ډير ژر له دريځه ووت او هلته ولاړ نور چارواکي او ميلمانۀ هم ژر خپارۀ شول .

اروين وايي ډزې پسې ډېرې شوې او خلکو لور د لورده منډې پيل کړې او يا يې هم پروت وکړ .

ځينې نور رپوټونه دا هم وايي چې په بريد کې له سپکو وسلو پرته توغندي هم کارول شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت