BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:52 گرينويچ 2008 ,27 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پکتيا استازي فضل الرحمن څمکني ساه ورکړه
په ولسي جرگه کې د پکتيا وژل شوى استازي فضل الرحمن څمکنى
ولسي جرگه وايي د پکتيا استازى فضل الرحمن څمکني وروسته له هغه خپله ساه ورکړه کله چې له بريد وروسته يې د کابل د ٤٠٠ بستريز روغتون په بېړنۍ څانگه کې درملنه کېده .
نن ( يکشنبې د غويي ٨ د اپريل ٢٧ ) په کابل کې د هغۀ بريد له امله د ولسي جرگې يوه استازي ساه ورکړې چې وسله والو طالبانو يې پړه په غاړه واخيسته .

خو ولسمشر کرزى او ددۀ د کابينې نور غړي له نوموړي بريده روغ رمټ وتلي دي .

د افغانستان ولسي جرگې بي بي سي ته په يوه راليږلي پيغام کي د ښاغلي فضل الرحمن څمکني وژنه تاييد کړه .

همداشان د قزلباشانو د شورا مشر نصير احمد لطيفي هم وژل شوى دى .

ولسي جرگه وايي د پکتيا استازى فضل الرحمن څمکني وروسته له هغه خپله ساه ورکړه کله چې له بريد وروسته يې د کابل د ٤٠٠ بستريز روغتون په بېړنۍ څانگه کې درملنه کېده .

په پيغام کې د پکتيا ولايت د خلکو د استازي داود ځاځي د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

ښاغلى څمکنى د پکتيا ولايت اوسېدونکى و او خپلې لوړې زده کړې يې د کابل په هوايي پوهنتون کې کړې وې .

نوموړي د افغان دولت په ځينو ادارو کې دنده ترسره کړې ده .

په افغان ملي پوځ کې يې د افسر په توگه او د پښتني تجارتي بانک د کارکوونکي او د پکتيا ولايت د قامونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د مشر په توگه دندې ترسره کړې دي .

همداشان نوموړي په بېړنۍ لويه جرگه او د اساسي قانون په لويه جرگه کې د څمکنيو د خلکو د استازي په توگه گډون کړى و .

د دې وکيل په وژل کېدو سره د ولسي جرګې د وژل شويو غړو شمېره نهو کسانو ته رسيږي .

همدارنګه له دې پېښې مخکې په کابل ښار کې د سمنګانو يو وکيل په يوه وسلوال بريد کې وژل شوى وو.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د تېر کال د نومبر مياشتې په شپږمه په شمالي بغلان ولايت کې د يوه ځانمرگي بريد له امله د ولسي جرگې د شپږو وکيلانو په گډون په لس گونو نور ولسي وگړي او د ښوونځي ماشومان وژل شوي ول .

خو د بغلان په پېښه کې د وژل شوو وکيلانو پرځاى نور استازي نه دي ټاکل شوي او دا هم تر اوسه نه ده څرگنده چې په ٢٠١٠ کال کې به د ولسي جرگې په ټاکنو کې ددوى ځايناستي وټاکل شي او که نه .

د ولسمشر خواشيني

افغان ولسمشر حامدکرزي د کابل په پروني بريد کې د ولسي جرگې د يوه غړي او د قزلباشانو شورا د مشر نصير احمد لطيفي په وژل کېدو خواشيني ښوولې ده .

د ولسمشرۍ له دفتره په يوه خپاره شوي پيغام کې ولسمشر حامد کرزي په ولسي جرگه کې د پکتيا ولايت د استازى فضل الرحمن څمکنى يو زړۀ سواند وکيل وبالۀ او په وينا يې نوموړى وکيل د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې دي .

کرزي د خداى بخښلي څمکني مړينه يوه لويه ضايع وبلله .

همداشان په يوه بله خبرپاڼه کې ولسمشر حامد کرزي د قزلباشانو د شورا د مشر او د يوه لس کلن ماشوم په وژنه خواشيني ښودلې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت