|
نړيوالو پر کرزي شوى بريد وغاندۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پر افغان ولسمشر پرونى بريد په نړيواله کچه غندل شوي او نړيوالو مشرانو ولسمشر حامد کرزى يو زړور مشر بللى دى . د ملگرو ملتونو مشربان کي مون ، د اروپايي هېوادونو يو شمېر مشرانو ښاغلي کرزي ته د مرستو ډاډ ورکړ او د امريکا د متحدو ايالتونو د ټاکنو لپاره کانديدې هېلري کلينټن بيا دغه بريد په دې ما نا وبالۀ چې امريکا افغانستان ته د لازمو مرستو په ورکړې کې پاتې راغلي . بريد د غويي په اتمه نېټه د يکشنبې په ورځ د مجا هدينو د برياليتوب د شپاړسمې کليزې د لمانځلو پر مهال وشو چې دافغان ولسمشر سربېره دده د کابينې غړي او يو شمېر بهرني ديپلوماټان هم نا ست وو . پر افغان ولسمشر بريد ته په پراخه کچه غبرگون وښول شو، له افغانستان نه بهر دغې پېښې ته په جدي ستر گه وکتل شو او د نړيوالو مشرانو په غبرگونونو کې داسې اندېښنو ته په يوه ډول اشارې شوې چې دا هېواد لاهم له سختو امنيتي ننگونو سره لاس و گرېوان دى . د ولسمشرى ماڼۍ ته څېرمه پر افغان ولسمشر بريد دا ښيي چې دافغانستان له امنيت سره بايد نوره ډېره مرسته وشي . ډېرو نړيوالو مشرانو بريد غندلى اوپه خپلو څرگندولو کې يې افغان ولسمشر او له دغه هېواد سره دمرستې د دوام ټټر وهلى .
د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون د نه منلو وړ بللى او پر نړيوالو يې غږ کړى چې له جنگ ځپلي افغانستان سره خپلو مرستو ته لا زور ورکړي . د برتانيا لومړي وزير گورډن براون له پېښې څو گړۍ وروسته افغان ولسمشر ته د تېلې فون پر کرښه ډاډ ور کړ او د خپل هېواد د هر ډول مرستو د دوام ژمنه يې بيا تکرار کړه . پر ښاغلي براون سربېره د جرمني صدر اعظمې انگلامرکل هم ښاغلي کرزي ته پر تېليفون د جرمنيا نو خواشيني په ډاگه کړه او ويې ويل چې برلين به له کابل سره د امنيت تر راتلو پورې اوږه پر اوږه ولاړ شي . مېرمن مرکل د افغان مجا هدينو د برياليتوب د ١٦ کليزې د لمانځنې پر دستورې کې د قربانيانو له کورنيو او پاتې کسانو سره خپله خواشيني په ډاگه کړه . د ايټاليا ولسمشر او دکاناډا د بهرنيو چارو وزير خوښي ښولې چې ښاغلى کرزى له بريده روغ وتلى او په ډاگه کړې يې ده چې دغه دول هڅې به له افغانستان سره ددوى مرستې کمې نه کړي او ددغې پېښې په پلټنو کې يې هم د مرستې کولوخبره کړې . د امريکا د متحدو ايا لتونو د ولسمشرى د ټاکتو لپاره کانديدې هيلري کلنټن بيا تر دوى وړاندې تللې او ددغې پېښې رامنځته کېدل يې په دې مانا بللى چې گواکې امريکا افغانستان ته د مرستوپه برابرولو کې پاتې راغلې ده . د مېرمن کلنټن دغې پېښې ته په پام سره ويلي چې نړۍ بايد افغانستان ته له عراقه زيات پام وکړي او له افغانستان سره د امريکا شوې مرستې کمې وبللې .
د افغانستان دشمال لوېديځ گاونډي ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف نېغ په نېغه په کابل کې خپل افغان سيال ته ډاډ ورکړ او هغه يې يو زړور مشر وبالۀ . بل خوا په سيمه کې د پاکستان او هند مشرانو هم له افغان ولسمشر سره خپلې خواشينۍ شريکې کړې او باور يې ښولى چې حامد کرزى به خپل هېواد په ښه لوري پر مخ بوځي . له دغو نړيوالو غبرگونونو او ملاتړه داسې ښکاري چې افغانستان اوس نړيوالو ته ډېر اهميت لري او په يوه ډول غواړي بريد کوونکو ته وښيي چې افغانستان به يوازې نه پرېږدي . | ورسره تړلي نور خبرونه د پکتيا استازي فضل الرحمن څمکني ساه ورکړه27 اپريل, 2008 | خبرونه ولسمشرکرزى او کابينه يې له بريده روغ ووتل27 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||