BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:12 گرينويچ 2008 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امنيتي چارواکو ته د باور رايه ورکړل شوه
په ولسي جرگه د افغانستان امنيتي چارواکي
په ولسي جرگه کې د باور رايو په اخيستلو سره درې واړه افغان امنيتي چارواکي پر خپلو دندو پاتې شول .
د افغانستان د ولسي جرگې په استيضاحيه غونډه کې ددې هېواد د امنيتي چارواکو د باور رايو په پوره کولوسره پرخپلو دندو پاتې کړاى شول .

نن سي شنبې ( د اپريل ٢٩) د افغانستان د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردگ، د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل او د ملي امنيت د ادارې مشر امرالله صالح ولسي جرگې ته د استيضاح لپاره ورغوښتل شوي ول .

ولسي جرګې دا نيوکه درلوده، چې دغو امنيتي چارواکو ونه شواى کولاى چې د وسله والو طالبانو د يوه واړه بريد مخه ونيسي .

د افغانستان په ولسي جرگه کې د استيضاح غونډې پرمهال ددې هېواد امنيتي چارواکو دا ومنله چې په کابل کې د غويي د اتمې د مراسمو په اړه يې اړين گامونه نه وو پورته کړي .

د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ د غويي د اتمې نېټې پېښه شرموونکې پېښه وبلله .

د افغانستان په ولسي جرگه کې له استيضاحيه غونډې وروسته ددې جرگې له خوا د درې واړو امنيتي چارواکو د باور رايو ترلاسه کولو او يا ترې اخيستلو رايې اچونه پيل شوې چې په پايله کې درېيو واړو چارواکو د باور رايو په اخيستلو سره بېرته پرخپلو دندو پاتې شول .

د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ ددې هېواد د ولسي جرگې د غړو له ټول ټال ١٧٥ رايو څخه ١١٠ د نه باور رايې، ٦٢ د باور رايې او پنځه باطلې رايې خپلې کړې چې په پايله کې نوموړى پرخپله دنده پاتې شو.

دې ته ورته همدارنگه د افغانستان د کورنيو چارو وزير ضراراحمد مقبل هم په همدې شمېره د ولسي جرگې د غړو ٦٢ رايې او د نه باور ١١٠ او پنځو باطلو رايو په گټلو سره بېرته پرخپله دنده پاتې شو .

خو د افغانستان د ملي امنيت د ادارې مشر امرالله صالح بيا د ١٠٠ نه باور رايو، ٧٣ باور رايو په اخيستلو سره بېرته د ملي امنيت د ريس په توگه پاتې شو .

د يادونې وړ ده چې له دندې څخه د يوۀ وزير د گوښه کېدو لپاره ١٢١ رايې اړينې دي .

دا چې د افغانستان د اساسي قانون له ٩٢ مادې سره سم درې واړو وزيرانو د نه باور رايې پوره نه کړاى شوې، نو له دې کبله دوى درې واړه بېرته پرخپلو پاتې شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت