BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:58 گرينويچ 2008 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امرالله صالح : له ټول ولسه بخښنه غواړم
امرالله صالح
ښاغلي صالح استعفى وړاندې نه کړه خو وړانديز يې وکړ چې د دۀ دنده دې د يوۀ تحقيق تر بشپړاوي پورې وځنډول شي .
د افغانستان د ملي امنيت د ادارې مشر په ولسي جرگه کې د استيضاحيه غونډې پر وخت د غويي د اتمې نېټې د پېښې له امله له ولس څخه بخښنه وغوښته او ويې ويل سر يې ولس ته ټيټ دى .

په ولسي جرگه کې د دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو او د ملي امنيت د ريس په استيضاحيه غونډه کې له ولسه د غويي د اتمې نېټې د پېښو له امله بخښنه وغوښته .

د ملي امنيت د ادارې ريس امر الله صالح د ولسي جرگې غړو ته د خبرو پر وخت خپل سر ټيټ کړ او ويې ويل چې دوى د دۀ په وينا د خپلې ناکامۍ له امله سرټيټى دى او له دې امله له ولسه بخښنه غواړي .

امرالله صالح وويل د کب په ١٨ نېټه ( دغويي له اتمې نېټې نژدې يوه نيمه مياشت وړاندې ) د دۀ په وينا مخالفينو د پېښې پلان جوړ کړى و او يوه خونه يې له ٤٥ ورځې راهيسته په کرايه نيولې وه .

تر دې وړاندې د استخباراتو پر ادارې چې د ملي امنيت په نامۀ ياديږي په رسنيو کې نيوکې شوې وې چې ولې پر دغه پېښه وارد مخه نه و خبر شوي .

ښاغلي صالح خبردارى ورکړ چې که اوسنۍ کاري بڼه بدله نه شي نو د دغه ډول پېښو مخنيوى به بيا هم ونه شي . خو دوى کارى بڼه واضحه نه کړه چې څه ده او ولې نيمگړتيا لري .

دا چې ولې د استخباراتو ادارې د غويي د اتمې نېټې د پېښو مخه ونه نيوله نو ښاغلي صالح وويل د رسنيو د شته والي له امله دى هغه دلايل نه په ډاگه کوي چې ولې د دۀ اداره ناکامه شوه.

د ملي امنيت د ادارې مشر وويل د رسنيو په شته والي کې دغه ډول سپيناوى گواکې د هېواد سپکاوى دى او دغه کار دى په همدې دليل نه کوي .

ښاغلي صالح استعفى وړاندې نه کړه خو وړانديز يې وکړ چې د دۀ دنده دې د يوۀ تحقيق تر بشپړاوي پورې وځنډول شي .

د استخباراتو د څانگې مشر ډار وښوود چې که چېرې ولسمشر کرزي ته د غويي د اتمې نېټې په پېښه کې کوم تاوان رسېدلى واى نو د دۀ په وينا به هر څه گډ وډ شوي واى .

دۀ خوښي وښووده چې اوس د دۀ په خبره ولس يوازې د څو کسانو په استيضاح خلاصيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت