BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:38 گرينويچ 2008 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان: اصلي جهاد په افغانستان کې دى

طالبان
اصلي جهاد په افغانستان کې د شته بهرنيو ځواکونو په وړاندې روان دى او په پاکستان کې خوپر دفاعي جگړې بوخت يو
طالبان وايي چې په پاکستان کې پر جگړو د بنديز له اعلان وروسته په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وړاندې د بريدونو لپاره له پولې د طالب جنگياليو د اوښتلو لړۍ بيا پيل شوې ده .

خو دپاکستان پوځ له دې خپله بې خبري ښودلې ده . د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت دچارشنبې په ورځ تور ولگاوه، چې په افغانستان کې د بريدونو لپاره د القاعدې جنگياليو د پاکستان په قبايلي سيمو کې پټن ځايونه جوړ کړي او د بريدونو لپاره يې کاروي .

يو طالب مشر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته وويل چې د فبرورۍ د مياشتې د١٨ نېټې له ټاکنو په پاى کې د پاکستان د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره چې دوى د جگړې بندې کړې نو افغانستان ته يې د جنگياليو پر لېږلو لاس پورې کړ .

دده په وينا دا کار يې ددې لپاره کړى دى هلته د ناټو، افغان او امريکايي ځواکونو پر وړاندې بريدونو کې چټکوالى رامنځته کړي .

ده وويل چې په تېرو څو ورځو کې د يو شمېر پاکستاني طالبانو بېلابېلې ډلې د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وړاندې د بريدونو د ترسره کولو لپاره له پولې اوښتې دي .

دده په وينا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د شتون له کبله دوى بېلابېلې لارې غوره کوي .

په دې اړه مو د طالبانو د غورځنگ له وياند مولوي عمر سره اړيکي ټينگ کړل ، نوموړي د طالبانو دغه خبر نه رد او نه يې تاييد کړه، خو دا خبره يې په ټينگار سره وکړه :

'' افغانستان ته د طالبانو د اوښتلو لړۍ د څو کلونو راهيسې روانه ده ځکه چې دده په وينا اصلي جهاد په افغانستان کې د شته بهرنيو ځواکونو په وړاندې روان دى او په پاکستان کې خوپر دفاعي جگړې بوخت يو .''

په دې اړه چې مو کله د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وپوښته، نو نوموړي وويل چې له پولې څخه د طالبانو د تېرېدو په اړه دوى کوم تاييد شوى راپور نه لري .

خو دده په وينا له پولې سره څېرمه سيمو کې د جنگياليو د څارنې لپاره پر ١٠٠٠ امنيتي پوستو کې ١٢٠٠٠٠ پاکستاني پوځيان ځاى پر ځاى شوي دي چې پر نوو وسلو او وسايلو سمبال دي .

په تېرو وختونو کې د امريکا، ناټو او افغان چارواکو دا تورونه لگولي دي چې په پاکستان کې شته اورپکې ډلې د پولې هغې غاړې ته تېرېږي او هلته په افغانستان کې د بهرنيو او افغان پوځيانو په وړاندې بريدونو کې برخه اخلي .

که څه په ٢٠٠٧ کال کې د امنيتي کسانو او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته دغه تورونه تر ډېره کم شوي دي .خو ددغو نو تورونو په اړه د پاکستان د حکومت غبرگون نه دى څرگند شوى .

شنونکي وايي په پاکستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې کېدونې هوکړې امريکا ظاهرآ ددې لپاره اندېښمنه کړې ده چې دا به په پاکستان کې جگړو ته د پاى ټکى کېږدي او د طالبانو سرتېري به پر بهرنيو ځواکونو د بريد لپاره افغانستان وکاروي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت