|
له قانون منونکوطالبانو سره بايد خبرې وشي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د برتانيا سفير شرالډ کوپر وايي، له هغو طالبانو سره بايد خبرې اترې وشي چې د افغانستان اساسي قانون مني . هغه چې له تېر يوه کال راهيسې په افغانستان کې د برتانيا سفير دى، ټينگار کوي چې د افغان دولت او د هغه د ملگرو هېوادونو گډو هڅو طالبان کمزوري کړي او په وينا يې له همدې امله په ملکي وگړو بريدونه کوي . بي بي سي د يوې ځانگړې مرکې په سر کې له ښاغلي شرالډ کوپر کولس نه پوښتلي چې کوم کارونه بايد د روان کال په لړ کې د افغانستان د امنيت د ټينگښت لپاره وشي. ښاغلي شرالډ کوپر کولس يې په ځواب کې وايي: کولس: '' افغانستان ستاسو هېواد دى او دا د افغانانو دنده ده چې په دې هېواد کې د ټيکاو له راوستو سره مرسته وکړي . موږ له تاسو سره مرسته کوو او د همدغې مرستې لپاره به په دغه هېواد کې پاتې شو، موږ شتون به تر هغو وي چې افغانان وغواړي . په افغانستان کې روانې لانجې او جگړې په تاسو پورې اړه لري. ما تل ويلي چې په افغانستان کې رېښتينى پرمختگ شوى چې له ترهگريزو چارو د طالبانو گټه اخيستنه د همدغه پرمختگ ښکارندويي کوي . دامهال په هلمند او کوېټه کې د طالبانو له مشرتابه نه په ريښتيا هم دغه پرمختگ لاره ورکه کړې او د عمل کولو ځواک يې ترې اخيستى دى، له همدې امله په غوسه شوي او په عامو وگړو بريدونه کوي. همدا لامل دى چې موږ افغان امنيتي ځواکونه روزو او سمبالوو يې، په داسې حال کې چې پوهېږو په افغانستان کې روانې ستونزې يوازې له نظامي او ياهم غير نظامي لارو نه حل کېږي. '' داسې ښکاري چې تاسو د افغان دولت او د دولت د مخالفو وسله والو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوئ؟ کولس:'' موږ د داسې طرحو او هڅو ملاتړ کوو، چې افغان دولت طالبانو او د هغوى پلويانو ته نژدې کړي چې هغوى له تاوتريخوالي لاس واخلي. دا مهال موږ د سولې د ټينگښت د لړۍ مالي او سياسي ملاتړ کوو، خو په پاى کې دا خپله افغانان دي چې دغه لړۍ پرمخ بيايي او په اړه يې تصميم نيسي. موږ يوازې د هغې ملاتړ کوو.''
اجازه راکړئ په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې بحث ته چې ډېرې لانجې يې زېږولي ننوځو، د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشر خاوير سولانا څه موده وړاندې کابل ته راغلى و او له نشه يي توکو سره د مبارزې د ستراتيژي د بدلون خبره يې وکړه. دې ته په کتو چې ستاسو هېواد په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې چارې پرمخ بيايي، آيا تاسو دا فکر کوئ چې بايد په دغې ستراتيژي کې يولړ ځانگړي بدلونو نه راشي؟ کولس: '' ترياک او هيروئين حرام او د سرطان د ناروغي په شان دي. نشه يي توکي سرطاني توکي دي چې په هېڅ جراحي عمل يې درملنه نه کېږي، بلکې د هغو درملنه بايد له نورو اړينو لارو وشي. په افغانستان کې بايد لومړى خلک په دې وپوهېږي چې نشه يي توکي ولې دغه هېواد ته ښه نه دي او څنگه د هېواد داخلي سيستم تخريبوي. خلک بايد وپوهېږي چې په نړيواله کچه د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو سره داسې څه هم شته چې د کوکنارو پرځاى کرل يې ډېره گټه لري. وگړي بايد پوه شي چې د کوکنارو کريې له خطر سره مخامخ کوي. ددې ټولو ترڅنگ د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره چې په غالب گومان له طالبانو سره اړيکي لري او خلک دغې ناروا سوداگرۍ ته هڅوي مبارزې هم اړينه ده. موږ په روان کال کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې يو لړ پرمختگونه وليدل. فکر کوم په روان کال کې به د نشه يي توکو کچه په تېره په هلمند ولايت کې راټيټه شي. په ورته حال کې له کوکنارو نه د پاکو ولايتونو شمېره به هم لوړه شي. له نشه يي توکو سره مبازره داسې يو پروگرام دى چې لږ تر لږه لس کاله وخت غواړي او موږ يې نوي دوه کاله تېر کړي دي. فکر کوم په دې اړه زموږ کارونه بد نه دي او دا دد غې مبارزې د پيل پاى دى نه د پاى ته رسېدو پيل. خو له هغو لاسته راوړنو سره سره چې تاسو ورته اشاره وکړه، له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې پرمختگ دومره نه وچې خلکو يې په پيل کې هيله لرله؟ کولس: '' ښايي برياليتوبونه دومره نه وي چې خلکو يې انتظار درلود، خو مبارزه په بريالۍ توگه روانه ده او په دې برخه کې کېدونکي فعاليتونه ښه لار وهي، له همدې امله موږ خپلو هڅو ته ادامه ورکوو او په کار ده چې په دې برخه کې نور ډېر کارونه هم وشي، خو بياهم موږ په دې اند يو چې له نشه يي توکو سره د مبارزې افغاني ستراتيژي تر ټولو ښه ستراتيژي ده.''
په افغانستان کې په دې ورستيو کې د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي، په داسې وضعيت کې يو شمېر افغانان فکر کوي چې نړيواله ټولنه د افغانستان د بيارغونې او ددغه هيواد د بنسټيزو چارو په اړه لېوالتيا نه لري، تاسو په دې اړه څه ويل غواړئ؟ کولس: '' نړيواله ټولنه په دې خبره پوهېږي . خوراکي توکي يوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې قيمته شوي دي . په ځينو هېوادونو کې له افغانستان نه هم ډېر، موږ دا ستونزې درک کوو او هڅه کوو چې د افغانستان کرنيز سيستم پياوړى کړو، خو بيا هم دغه حالت ته ځواب خپله د دغه هېواد ښه خاوره او د اوبو ډېرې سرچينې چې د خوراکي توکو توليدات لوړوي ويلاى شي. افغان بزگران بايد ډېر خوراکي توکي توليد کړي، ان لا ددغو توکو يوه برخه بايد بهر ته صادره کړي. نړيواله ټولنه د افغانستان په ستونزو پوهېږي او د دغه هېواد په بيا رغونه کې جدي ده. ددې ترڅنگ نه غواړو د خوراکي توکو په برخه کې د عادي افغانانو ستونزې چې ټوله نړۍ ورسره لاس او گرېوان ده له پامه وغورځوو. '' ستاسو موخه داده چې نړيواله ټولنه د افغانستان په بيارغونه کې جدي ده، خو ستونزه د خوراکي توکو د بيو په لوړېدو کې ده چې ستاسو په وينا يوه نړيواله ستونزه ده، همداسې ده؟ کولس:'' هو! دا يوه نړيواله ستونزه ده، خو دغه خبره مې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ياده کړې. د نړيوالې ټولنې په توگه موږ دغه ستونزه ډېره جدي بولو او پوهېږو چې عام خلک له امنيتي ستونزو وروسته تر ټولو ډېر د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو اغېزمن کړي دي .'' څه موده وړاندې افغان حکومت دوه اروپايي ډيپلوماټان له خپل هېواده وويستل او وروسته تر هغې افغان چارواکو د ملگرو ملتونو د استازي په توگه د برتانوي ديپلومات پډي اشداون له ټاکنې سره مخالفت وکړ. له دغو دوو پېښو وروسته داسې ويل کېدل چې د کابل او لندن اړيکي تر يوه بريده خراب شوي وو. دا مهال د ستاسو د هېواد او افغانستان اړيکي په څه حالت کې دي؟ کولس: ''د نورو اړيکو په شان، زموږ او د افغانستان تر منځ اړيکي هم لوړې ژورې لري، خو هغه څه چې مهم دي دادي چې موږ گډې موخې او ستراتيژي گانې لرو او دغو موخو ته د رسېدو لپاره دواړه خواوې ژمنې ښکاري. منم چې په ريښتيا هم زموږ او افغان دولت ترمنځ ځينې ستونزې په هلمند کې د پخلاينې د بهير پر سر رامنځته شوې، خو دا مهال دغه ستونزې له منځه تللي. بيا هم موږ له هغو طالبانو سره چې د افغانستان اساسي قانون مني د خبرو اترو ملاتړ ته دوام ورکوو.
د پدي اشډاون په اړه بايد ووايم چې سمه ده هغه برتانوى پاسپورټ لري، خو په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازي څوکۍ ته زموږ د هېواد کانديد نه و. دا د امريکا متحده ايالتونه و چې تر ټولو ډېر يې د هغه له ټاکنې سره لېوالتيا درلوده. په پاى کې هغه خپله ددغې دندې له منلو ډډه وکړه. اوس موږ دلته کاى آيډې د يوه ښه سړي په توگه لرو چې غواړي د افغانستان او نړيوالې ټولنې د همغږي د ټينگښت لپاره کار وکړي . زه فکر کوم چې کارونه ښه پرمخ ځي او د ښه والي په حال کې دي .'' له هغه ځايه چې ستاسو پوځونه په هلمند کې ځاى پرځاى دي او د دولت لخوا د موسى کلا له نيولو وروسته هم تاسو په دغې ولسوالۍ او په ټول هلمند کې د بيارغنيزو پروژو او د امنيتي اوضاع د ښه کېدو خبر ور کړى و، خو له دې سره سره په دغه ولايت کې امنيت ښه نه دى. غواړم وپوهېږم چې تاسو افغان چارواکو په ملگرتيا ددغې ستونزې د هوارولو لپاره کوم کار کړى دى؟ کولس:'' دا منم چې د هلمند امنيتي وضعه دومره ښه نه ده. موږ په دې برخه کې اوږده لاره پرمخ کې لرو، خو په دغه ولايت په تېره موسى کلا کې ښه پرمختگ شوى دى. د طالبانو له واکه ددغې ولسوالۍ تر وېستو وروسته په دغې ولسوالۍ کې يو ١٥ ميليونه ډالري پروگرام تر سره شو او نور پروگرامونه به هم تر سره شي. په تېرو څو مياشتو کې د موسى کلا جامع جومات بيا ورغول شو، هلته ښوونځي بيا پرانيستل شول، سړکونه جوړ شول او د سړکونو د غاړې څراغونه بېرته روښانه شول. '' د نا امنيو په اړه څه فکر کوئ. ستاسو په اند په هلمند کې د نا امنيو د دوام لامل څه دى؟ کولس:'' د هلمند په يو شمېر ځانگړو سيمو کې امنيتي وضعه تر ډېره ښه شوې ده او موږ هڅه کوو لمن يې پراخه کړو. دا مهال په لښکرگاه، گرشک، سنگين او موسى کلا کې امنيت ښه دى، خو بيا هم د امنيت ټينگښت ډېر وخت غواړي. ددې ترڅنگ په دغه ولايت کې د باور د فضا د رامنځته کېدو اړتيا ده. هغه لاملونه چې موږ يې په هلمند کې د نا امنيو د ډېرېدو په اړه يادولاى شو دادي چې په دغه ولايت کې يو شمېر خلک غواړي د زور له لارې خپلې غوښتنې په خلکو ومني. بله ډله غواړي د نشه يي توکو سوداگري ته لمن ووهي. په حقيقت کې موږ ددغو دوو ډلو ترمنځ يو شان پېچلې اړيکې او همکاري وينو او دا ددې لامل شوى چې هلمند د افغانستان په لانجمنو ولايتونو بدل شي. '' | ورسره تړلي نور خبرونه شهزاده ويليم په افغانستان کې 30 اپريل, 2008 | خبرونه په ترهگرۍ د تورنو محاکمه لندن کې روانه ده04 اپريل, 2008 | نړۍ برتانيا دپارلمان مسلمان غړى کابل کې دى03 اپريل, 2008 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||