|
په ترهگرۍ د تورنو محاکمه لندن کې روانه ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په نيمايي هوا کې پر مساپر وړونکوالوتکو چې داتلس له سمندر اوړي د يوې ډلې غړي د بريد کولو پر دسيسې تورن دي يو ويډيو جوړ کړى او د شهادت هيله يې په کې کړې ده. د محکمې منصفه پلاوي وويل يوې محکمې د ٨ کسانو له ډلې څخه د ډيرو ويډيو واوريده او په هغه کې يې يوه د شهادت د عملياتو گواښنه کړې وه . يو پلټونکي وويل چې دوى د اسلام په نامه له تاوتريخوالي ډک مرگ خيال له ځانه سره لري . ټولو ٨ تنو په ٢٠٠٦ کال کې دکاناډا او امريکالپاره د الوتکي په خطر کې اچول او د نورو د وژلو د دسيسې جوړول رد کړل . له هغې وروسته چې په هماغه کال دوى ونيول شول ، مساپر له دې منعه شول چې ډيرى مايع توکي له ځان سره الوتکي ته يوسي. دوولويچ کراون په محکمه کې منصفه پلاوي يو ويډيو ټيپ وغږاوو او يو سړى يې ښوده چې وايي عمر اسلام دى ، هغه څوک چې بيا د خبرو په حال کې وښودل شو اود نامسلمانو وگړو د وژنې شوق يې درلوده. (( موږ داددې لپاره کوو چې دخپل څښتن خوښي ترلاسه کړو او خداى له موږ غواړي چې مړه شو او د هغه په لار کې ووژل شو .)) دا په محکمه کې واوريدل شول او هغه داسې وښودل شو چې خپل پلان د امريکا د متحدو ايالاتو او د هغې د ملگرو لکه برتانيا او يهوديانو په وړاندې د غچ اخيستنې په څير وړاندې کوي . ((داد نامسلمانو لپاره يو گواښ دى که دوى زموږ خاوره خوشې نکړي ، هلته زموږ په څير ډير نور دي او ډير نور زما په څير شته دي تر هغې چې د خداى قانون په دې خاوره نه وي پلى شوى .)) هغه بيا وروسته ورپسې زياته کړه : ((دشهادت عمليات او بيا د شهادت عمليات به په دې نامسلمانو د باران په څير روان وي تر هغې چې دوى موږ خوشې کړي او زموږ خاوره پريږدي .)) په يو بل ويډيو کې چې ډير کسان يې ښودل يو سړى چې عبدالاحمد علي ونومول شو وويل : (( شيخ اسامه بن لادن تاسو ته ډير ځلې گواښنه کړې ده چې زموږ خاوره پريږدى او يا به تاسو له منځه ولاړ شئ او اوس هغه وخت رارسيدلى دى چې تاسو له منځه ولاړ شئ )) يو سړى چې ځان يې د ډلې مشر وباله هم دغه گواښونه وکړل د(( شهادت د عملياتو سيلابونه )) دنامسلمانانو په وړاندې او ستاسې د وجود غړي او ستاسې د خلکو د بدن غړي به وپاشل شي.)) د پيټر رايټ په نامه يو پلټونکي وويل :(( دغه ويډيو ټيپونه ډير ارزښتناکه دي ځکه چې دا يو مشر خلک ښيي چې غواړي خپل ژوند له تاوتريخوالي ډک مرگ له لارې له لاسه ورکړي.)) دغه ٨ واړه کسان په کور کې جوړ دمايع شوو چاودونکو توکو د کارونې ددسيسې پر جوړولو تورن دي . هغه څه چې ښايي دوى تر الوتکې رسولي وى اوبيا يې د لندن د هيترو په هوايي ډگر کې ټرانزيټي الوتکې ته پورته کړي وى . محکمې وويل چې په دې دسيسه کې لږ تر لږه ٧ الوتکې چې د شمالي امريکا مهمو ښارونو ته الوتلې په نښه شوې وې چې بريد پرې وشي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||