BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:38 گرينويچ 2008 ,03 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانيا دپارلمان مسلمان غړى کابل کې دى

صديق خان
د پلاوي مشر صديق خان وايي چې د افغانستان پرمختياوې او برياوې هم هغسې چې په کار ده، د هغه هيواد په مطبوعاتو کې نه دي راغبرگې شوي.
افغانستان ته د برتانيا د مسلمانانو راغلي پلاوي پر لويديځو رسنيو تور لگولى چې د افغانستان د روانو پيښو سم انځور يې نه دى وړاندې کړى.

دغه پنځه کسيز پلاوى وايي د سفر موخه يې په افغانستان کې د شته ستونزو په اړه د لازياتو او سمو مالوماتو راټولول دي.

دې پلاوي د افغان کابيني د غړو او يوشمير نورو چارواکو سره دليدو ترڅنگ شمالي ولايت بلخ ته هم سفر کړى دى .

د دغه پنځه کسيز پلاوي مشري چې د اونۍ په پيل کې افغانستان ته راغلى د برتانياد ولسي جرگې يو مسلمان غړى کوي.

د پلاوي په وينا په برتانيه کې خلک د افغانستان په اړه ډېرې پوښتنې لري د ښځو پر حقونو، د دين پر ونډې او د کوکنارو پر کر.

دوى وايي هغه انځور چې دوى يې له ځايي مطبوعاتو نه په دې تړاو تر لاسه کوي، ډېر ځله نا سم وي.

د پلاوي مشر صديق خان وايي چې د افغانستان پرمختياوې او برياوې هم هغسې چې په کار ده، د هغه هيواد په مطبوعاتو کې نه دي راغبرگې شوي.

ده وويل هغه څه چې په افغانستان کې تيريږي غربي رسنۍ يې سم نه انځوروي ، ده وويل :

((موږ به هيواد ته له رسيدو سره سم خپلو خلکو ته ووايو چې په افغانستان کې رښتيا څه تيريږي.

دغه راز زموږ د بهرنيو چارو وزير ته هم زموږ ليد لوري او هغه څه چې وايو په زړه پوري دي.))

صديق خان وايي افغانستان ته د دوى د سفر موخه داده چې د روانو حالاتو او وروستيو پرمختگونو په اړه ما لومات ټول کړي او خپلو خلکو او اسلامي نړۍ ته يې وړاندې کړي.

دغه پلاوى چې افغانستان ته په ٨ ورځني سفر راغلى د افغان کابيني له يوشمير وزيرانو او د پارلمان له ځينو استازو سره خبرې کړي دي.

ديني مدرسو ته هم ورغلى دى او په شمال کې يې د بلخ ولايت ته سفر کړى او له ځايي چارواکو سره يې کتلي دي.

ټاکل شوې ده چې د برتانوي مسلمانانو پلاوى بله اوونۍ بيرته خپل هيواد ته ستون شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت