|
شهزاده ويليم په افغانستان کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بريتانيا د شاهي کورنۍ دويم ولي عهد شهزاده ويليم د يوه پټ سفر په ترڅ کې د خپل هېواد د پوځيانو د ليدلو په موخه ددوشنبې پر ورځ د افغانستان کندهار ولايت ته ورغلى و. نوموړي وروسته تر هغې دا گام پورته کړ چې د برتانيا د شاهي هوايي ځواک څخه يې د الوتکې د پيلوټۍ بري ليک تر گوتو کړ. ٢٥ کلن ويليم د خپل درې ساعته سفر په ترڅ کې د کندهار په هوايي ډگر کې له برتانوي ځواکونو سره ليده کاته وکړل . بريتانوي چارواکو د شهزاده دغه سفر ارزښتمن بللى دى . ښايي چې ډېر لږ خلک به د برتانيا د شاهي کورنۍ ددويم ولي عهد شهزاده ويليم له دغه پټ سفره خبر ول، خو برتانوي چارواکو ويلي دي چې افغانستان ته د نوموړي تلل يوه ارزښتمنه چاره ده . دا د پوځي پيلوټ پۀ توگه د نوموړي لومړى الوت و، هغه هم يوې داسې سيمې ته چې وسلوال اخ وډب پکې روان دى . له همدې کبله برتانوي چارواکي وايي چې دا يې د افغانستان مېشتو پوځيانو د مورال د لوړولو له ليد لوري نه يو ارزښتمن الوت و . شهزاده ويليم ددغه سفر په ترڅ کې د خپلې هغې الوتکې د الوت چارې په غاړه لرلې چې سي ١٧ گلوب ماسټر نوميږي . نوموړي د خپل درې ساعته سفر په ترڅ کې د کندهار په هوايي ډگر کې له برتانوي سرتېرو سره هم خبرې اترې وکړې .
د چارواکو په وينا ددغه سفر بله موخه له هوايي ځواک سره د شهزاده اشنا کېدل او د هغې ورځې لپاره چمتو کېدل دي چې نوموړى به په کې د برتانيا د هوايي ځواکونو مشر ټاکل کيږي . شهزاده ويليم شاوخوا يوه مياشت مخکې د پيلوټۍ زده کړې په برياليتوب سره پاى ته ورسولى چې تر هغه مهاله راوروسته يې په برتانيا کې هم ځينې کورنۍ الوتنې کړې وې . خو هغه الوت يې په رسنيو کې سختې نيوکې راوپارولي، چې يوه چورلکه يې د خپلې ملگرې جلۍ د کور تر څنگ ښکته کړه . د برتانيا دويم ولي عهد شهزاده ويليم داسې مهال کندهار ولايت ته ناڅاپي سفر وکړ چې کشر ورور يې يانې شهزاده هيري هم د روان ميلادي کال په پيل کې افغانستان ته راغلى و- او شاوخوا دوه نيمې مياشتې يې په نا ارامه ولايت هلمند کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د جگړې په لومړۍ کرښه کې تېرې کړې وې . هغه مهال ځينو رسنيو دا خبره بربنډه کړې وه چې شهزاده هيري په هلمند کې دى، نو برتانوي چارواکو له دې کبله له بهر کړ چې طالبان يې په نښه نه کړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||