|
ولسمشر کرزى په لومړي ځل مصر ته په سفر ولاړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي افغان ولسمشر حامد کرزى په يو نړيوال اقتصادي کنفرانس کې د گدډون لپاره د مصر په لورې خوځېدلى دى . د چارواکو په وينا حامد کرزى به په دغه کنفرانس کې سربېره پر دې چې د افغانستان سياستونه په نړيواله کچه مطرح کړي له يو شمېر گډونوالو سره هم وگوري . ولسمشر کرزى به مصر ته په خپل سفر کې په سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو کې د افغانستان پر اهميت هم ټينگار وکړي . افغان چارواکي مصر ته د ولسمشر حامد کرزي سفر له بهرنيو هېوادونو په ځانگړي ډول له عربي نړۍ سره د نزدې اړيکو په جوړولو کې ارزښتناک بولي . د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وايي لېواله دي چې عربي هيوادونه د افغانستان په بيارغاونه کې پراخه ونډه واخلي : '' افغانستان غواړي چې له ټولو هېوادونو ، په تېره بيا له اسلامي او عربي هېوادونو سره خپلې اړيکې لا ټينگې کړي، موږ غواړو چې عربي هېوادونه د بيا رغونې په بېلابېلو برخو کې مرسته او پانگونه وکړي .'' مصرته د ولسمشر حامد کرزي سفر په داسې مهال تر سره کيږي چې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته د افغانستان او عربي نړۍ هيوادونو ترمنځ اړيکې د سياسي شنونکو په باوريوڅه سړې شوي . خو څو اوونۍ وړاندې کويټ ته، او دا ځل مصر ته د افغان ولسمشر سفر ښيي چې افغان چارواکي له عربي او اسلامي هېوادونو سره د اړيکو د پياوړتيا لېواله دي . افغان چارواکي وايي د افغانستان بيارغنيزو چارو کې د ونډې اخيستنې او په دغه هېواد کې د پانگونې ، پرموخه عربې هېوادونو سره خپلو اړيکو ته پراختيا ورکوي . که څه هم يو شمېر افغان سياستوال له عربي نړۍ سره اړېکې ټينگول غوره بولي خو وايي که دغه اړېکې په پېل کې نيول شوې وى ښايي حالات به دومره کړکېچن نه واى . ښاغلى وديرساپى وايي:'' که له عربي هېوادونو سره دغه اړيکې له پيله کلکې کړاى شوې واى نو اوس به په افغانستان کې امنيتي حالت دومره گډوډ نه و او لږ ترلږه گاونډيو هېوادونو به افغانستان ته په منفي نظر نه کتل .'' مصر چې په عربي نړۍ کې ځانگړى ځاى لري افغان حکومت هيله لري چې ولسمشر کرزى به له دغه سفره ښې لاسته راوړنې ولري او په دې توگه به له عربي نړۍ سره پراخه اسلامي اړېکې ولري . د نړيوالې اقتصادي ټولنې ناسته د لومړي ځل لپاره په ١٩٧١ کې د سويس پوهنتون د يواستاد کلاس شواب په نوښت په داوس کې جوړه شوه چې موخه يې د اقتصادي ستراتيژۍ وده او په دې برخه کې د نظرونو راکړه ورکړه ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||