BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:08 گرينويچ 2008 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د پاريس په غونډه کې دهېوادامنيت ته پام وکړئ'

افغانستان
ځينې منتقدين وايي دافغانستان روان کړکيچ دطالب وسله والو او نورو جنگي ډلو دريځ کمزورى کړى نه دى او برعکس لا يې پياوړى کړى دى .
د سولې د ملي جرگې په نامۀ يوې نادولتي ټولنې له هغو هېوادونو څخه چې د پاريس په کانفرانس کې گډون کوي غوښتي دي چې دافغانستان د امنيت مسئلې ته د خبرو په سر کې ځاى ورکړي .

اوربند او ددولت له مخالفينو سره خبرې ،د بيارغاونې د کارونو هراړخيز چټکوالى د ټولنې د لسگونو غړو نورې غوښتنې جوړوي .

د سولې د ملي جرگې په نامه ټولنه وايي چې غړي يې د افغانستان د بېلابېلو پوړونو استازيتوب کوي او دوى د سولې د ټينگښت لپاره راپورته شوي دي .

حنان حبيبزى له کابله راپور راکوي :

بله اوونۍ په پاريس کې کېدونکى کنفرانس په افغانستان کې د ډېرى مدني او بشري ټولنو پام ځانته ور اړولى دى .

د افغانستان په لسگونو قومي مشرانو چې ځانونه يې د خلکو استازي او د سولې په نامه د جرگې غړي بلل د افغانستان په اړه له نړيوالې ټولنې د څرگند او پرېکنده دريځ غوښتنه وکړه.

دوى د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې د پاريس د کنفرانس له گډونوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د امنيت د ټينگښت مساله دخپلې اجنډا په سر کې راولي.

په دې پرېکړه ليک کې همداراز د اوربند پرمسالې ، د دولت له وسله والو مخالفينو سره پر خبرو اترو او له ټولو بهرنيو زندانونو څخه د افغان بنديانو پرخلاصون ټينگار وشو.

بله غوښتنه دا وشوه چې په افغانستان کې دې د بيارغاونې د چارو گړنديتوب ته لار اواره شي او کېدونکې مرستې دې په اغېزمنه توگه ولگول شي.

دوى د ملگرو ملتونو او افغان دولت په گډون د يو څارونکي پلاوي د جوړولو غوښتنه وکړه چې د مرستو دلگولو بهير وڅاري .

تېره اوونۍ دغې جرگې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغانستان ددولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه .

د جرگې غړو خپلې غوښتنې په داسې حال کې وړاندې کړې چې په افغانستان کې خرابېدونکي امنيتي حالت دخلکو اندېښنې ډېرې کړي دي .

ځينې منتقدين وايي د افغانستان روان کړکېچ د طالب وسله والو او نورو جنگي ډلو دريځ کمزورى کړى نه دى او برعکس لا يې پياوړى کړى دى .

دوى وايي که نړيواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي په اړه هراړخيز او پرېکنده هوډ خپل نکړي ښايي ستونزې لاپسې ډېرې شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت