BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:22 گرينويچ 2008 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا:په افغانستان کې٤٠% بريدونه ډېرشوي دي
په قبايلي ازاده سيمه کې وسله وال طالبان - ٢٠٠٨
افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو ته دا ' اجازه ' ورکړل شوې ده چې د پاکستان په ازاده قبايلي او د دواړو هېوادونو په غرنۍ سرحدي سيمو کې پنا واخلي .
د امريکا يوه سيمه ييز قومندان ويلي چې د تېرکال په پرتله د افغانستان په ختيځوسيموکې د طالبانو په بريدونوکې ٤٠% ډېروالى راغلى دى .

جنرال جفري شلوسر ويلي چې د وسله والو فعاليتونه په دغه سيمه کې ډېرى د اقتصادي گټو په موخه روان دي .

د امريکايي جنرال له دغو څرگندونو سره هممهاله د افغانستان په ختيځ ننگرهار او سوېلي هلمند ولايتونو کې د ناټو او ايساف دوه سرتېري د ماين چاودنې له امله وژل شوي دي .

تېره ورځ د جنوبي هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ايساف يو سرتېرى هغه مهال ووژل شو کله چې يې د گزمې گاډى د سړک د غاړې پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت .

همداراز د تېرې سې شنبې په شپه د پکتيکا په سيدکرم ولسوالۍ کې له افغان پوليسو سره له نښتې وروسته د ناټو ځواکونو په بمبار کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول .

جنرال شلوسر ويلي په افغانستان کې د وسله والو د ٤٠ فيصده بريدونو د ډېروالي ١٢ برخې د پاکستان په سرحدي سيمو کې دي .

دده په وينا، وسله وال له خپل وس سره سم هڅه کوي چې پولې ته څېرمه د افغانانو ارامه ژوند نارامه کړي .

د روان کال د اپريل مياشتې نه تر اوسه په دغه سيمه کې د ولسي وگړو په گډون د ايتلاف ٤٠ سرتېري وژل شوي دي .

ښاغلي شلوسر د دې ډول بريدونو پره پر هغو وسله والوطالبانواو د القاعده په غړو ور واچوله چې د پولې له هاغاړې پاکستان نه دېخوا ته راپورې وزي .

ښاغلي شلوسر چې له واشنگټن نه يې د تليفون په کرښه له خبريالانو سره خبرې کولې وويل : '' په نسبي ډول دښمن په سرحدي سيمو کې پنا اخېستې ده او خپل فعاليت کوي .''

ده زياته کړه : '' دښمنان د ښوونځيو په تړلو لاس پورې کوي ښوونځي او زده کوونکي يې وژني .''

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امريکا له خوا نه پر پاکستان له سرحدي وسله والو سره د مقابلې د فشار په پايله کې د افغانستان او پاکستان اړيکي څه ناڅه خړ پړ شوي دي .

د روان جون مياشتې په لومړيو کې کله چې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې د پاکستان ١١ سرحدي پوليس ووژل شول، د پاکستان له خوا نه په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه د'' خونړيو فعاليتونو'' په تور تورن شول .

افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو ته دا ' اجازه ' ورکړل شوې ده چې د پاکستان په ازاده قبايلي او د دواړو هېوادونو په غرنۍ سرحدي سيمو کې پنا واخلي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت