|
' پاکستان ته د افغانستان گواښ پرځاى خبره نه ده' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کانډوليزو رايس ويلي چې د افغانستان له خوا دا ګواښ چې د پاکستان پولي څخه به په مخالفو جنګياليو پسې پاکستان ته هم ور واوړي پر ځای خبره نه ده . مېرمن رايس پر دواړو حکومتونو يو پر بل د ملګرتيا غږ تر هغه وروسته کړی چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ګواښلی و، چې په طالبانو پسي د پاکستان په خاوره کې د ننه عمليات يې دځان د دفاع حق ګڼلی و . مېرمن رايس چې د سي . اين . اين ټلوېزون سره په مرکه کې خبري کولې څرګنده کړه زه د افغانستان له خوا تر پولې ور اوښتلو او هلته د عملياتو کولو ګواښ يو پر ځای کار نه بولم . زه خو وايم چې ښه لار يې دا ده چې دواړه هېوادونه دې پولې ته درناوی ولري . رايس وايي چې د پولې په دواړو خواو پاکستان او افغانستان کې طالبان فعاله دي نو ځکه په دواړو خواوو کې بايد ماته ورکړه شي . دا وايي چې زه يې بيا هم ښه لار دا بولم چې دواړه حکومتونه دې په يوازې سر دخپلو ستونزو غم په خپله وخوري . مېرمن رايس وايي چې د دې په قول ترهګرۍ يوازې د متحده ايالاتو او افغانستان ستونزه نه ده پاکستان هم په دغه کچه ځنې کړيږي چې ښه بېلګه يې د دې په خبره دپاکستانۍ سياستمدارې بې نظير بوټو مرګ دی چې دا وايي بيت الله مسعود لاس پکې درلود . د مېرمن رايس څخه دا پوښتنه هم وشوه چې ستاسې په اند د پاکستان جمهور رئيس پروېز مشرف بايد دخپلې دندې څخه ګوښه نه شي، وويل چې دا دپاکستان خپل کار دی خو بېله شکه چې موږ به تل په درنه سترګه ورته وګورو، ده زموږ سره د ترهګرۍ په جګړه کې ډېره ملګرتيا کړې او همدارنګه يې د دې په خبره په پاکستان کې ډېر ډموکراټيک اصلاحات راوستي دي .
د امريکا دترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ټينګ انډيوال د پاکستان او امريکا اړيکي يوه اوونۍ دمخه هغه وخت يوڅه ترينګلې شوې چې ښاغلي کرزي دمخالف جنګياليو په وړاندې دپاکستان په خاوره کې عمليات دخپل حکومت حق ګڼلی و . د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرشاه محمود قريشي يې دا دګواښه ډکي تبصرې په ټينګه غندلې وې او ګواښ يې کړی و، چې پاکستان به دخپلي مځکنۍ بشپړتيا ساتنه وکړي . د ډيورنډ لاين د دغه ٢٥٠٠ کيلو متره اوږدې پولې څارنه چې اسانه کار نه ګڼل کېږي خبره هغه وخت راپورته شوه چې پاکستان د ترهګرۍ دجګړې هوايي ځواکونو هغه بريد په ټينګه وغانده، چې د پاکستان ١١ عسکر يې د دوی په خاوره کې دننه ور ووژل . | ورسره تړلي نور خبرونه ايساف: پر پاکستانۍ خاوره مو ځوابي بريد وکړ22 جون, 2008 | خبرونه ستاسو غږ :افغانستان- پاکستان: د اړيکو نوى کړکېچ؟18 جون, 2008 | خبرونه پاکستان افغان سفير د احتجاج په ډول ورغوښتى16 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||