|
ستاسې غږ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په سرحد ايالت او قبايلي سيمو کې د اورپکو او امنيتي ځواکونو ترمينځ روان تاوتريخوالى په ټولنيز او اقتصادي ژوند سخت اغيز کړى دى . که يو خوا عادي ولس د اورپکو او د پاکستان امنيتي سرتېرو تر مينځ د نښتوقربانيان دي نو بل اړخ ته د اورپکو له خوا يې ژوند د پرله پسې گواښونو سره مخامخ دى. يوازې د سوات په سيمه کې اورپکو د نجونو په لسگونو ښوونځي سوځولي دي او د تاوتريخوالي له کبله زياتره ښوونځي يا سکولونه تړلي دي. په زرگونو خلک بې کوره شوي. په سوات کې پر يو شمېر مخه وروشخصيتونو بريدونو په ځايي خلکو کې ويره لا زياته کړې ده. اوس پوښتنه دا ده چې حکومت ولې تر اوسه پورې اورپکو ته په ماتې ورکولو کې پاتې راغلى دى او که وضعه داسې روانه وي نو د اوږدې مودې عواقب به يې څه وي؟ دا اوونۍ ستاسو غږ پروگرام همدې موضوع ته بيل شوى . که شريکيدل پکې غواړئ د بي بي سي د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال له موږ سره په دې شميره اړيکه ونيسئ : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د تېرې اونی د ستاسو غږ پروګرام لپاره رارسېدلي برېښنا لېکونه : برېښنا ليکونه: سناتوران او بهرنيو عسکر ته افغاني قانوني چوکاټ عبدالعزيز حقمل- فراه، افغانستان: زما په عقيده افغانانو ته اوس هم ځان خوندي نه ايسي او يوه ورځ له بلې خرابېږي. طالبان ځانونه له سره سمبالوي ، د جگړو نوې لارې چارې کاروي او د افغان حکومت له کمزورتياوو د ځان لپاره تبليغاتي گټه پورته کوي. پر همدې بنسټ زه ويلى شم چې موږ لاهم د نړيوالو پوځي مرستې او د افغان ملي پوځ او پوليسو روزنې ته اړيتا لرو. سورگل پښتون- لندن، بريتانيا: زما په فکر افغانستان لا د خپل ځان د ساتنې او ثبات پړاو ته نه دى رسېدلى. هره ورځ بمي چاودنې، تښتونې او د مرستندويانو وژنې روانې وي، نو په داسې يوه حالت کې به د بهرنيو ځواکونود وتلو لپاره د يوې ټيک نېټې ټاکل گران وي. بله اندېښنه د گاونډيو هيوادو د لاسوهنې او کنټرول ده. ياقوت خان شينوارى- برسلز، بلجيم: که موږ بهرنيو ځواکونو ته د وتلو نېټه ونه ټاکو نو بيا زموږ آزادي څه شوه. بله داچې هره ورځ به بېگناه په خپلو وينو کې لمبېږي او د خپلو سرونو او بچيانو د ساتنې حق به هم نه لرو. امريکا په خپلو گټو پسې راغلې او دغه گټې يې زموږ په وينو کې موندلې ده. راځئ افغانانو چې جرگه شو او غليم له خپله کوره وباسو. نثار احمد – د امريکا متحد ايالتونه: دغه دمشرانوجرگې غړي د خارجي عسكرو په رحم اوكرم د قدرت پرگدۍ ناست دي.كرزى صاحب هم كله كله دخپل حكومت لوړرتبه مامورين ډار وي، برېښنا ليکونه: افغانستان- پاکستان: د اړيکو نوى کړکېچ؟ سلطان احمد زى- ناڅرگند ځاى: په دې کې شک نشته چې افغانستان دا وس نه لري چې د ډېورنډ کرښې په هابله خوا کې عمليات وکړي. نو که چېرې نړيوال ايتلاف غواړي هلته جنگ پيل کړي، ولې يې زموږ له خوا اعلانوي؟ پوښتنه مې داده چې که دا جنگ له دې خوا اعلان شي، د هاخوا پښتانه به په راتلونکې کې زموږ دښمنان ونه گرځي؟ گلروز خان- ايټاليا: د حامد کرزي دغه وينا سراسر ناسمه ده، ځکه ټوله دنيا پوهېږي چې خوله د حامد کرزي ده، او ژبه په کې د امريکا خوځېږي. امريکا که د پولې پر هابلې خوا عمليات کوي د هغوى کار دى، خو افغانانو ته اجازه نشته، ځکه چې هلته هم پښتانه اوسېږي او په داسې کولو سره به هغوى خوابدي شي. نجيب جبارخېل- نيوادا، امرىکا: هغه وخت چې له پاکستان سره زموږ اړيکي ښه و، هغه کوم دى؟ که چېرې پاکستان کوم وخت له موږ سره ښه کړي وي هغه هم د خپل ځان د گټې په خاطر و. له داسې مطلبي ښه والي نه چې بربنډه دښمني وشي د افغانستان په گټه ده. سمسور مندوزى – خوست، افغانستان اسلامي شرعيت ، اساسي قانون ، نړيوال عمومي حقوق او د ملگرو ملتو منشور موږ ته جواز راکوي چې د ځان دفاع په انفرادي يا د نړيوالې ټولنې په مرسته په ډله ييز ډول وکړو . اوس چې حامد کرزى دا خبره کوي چې افغان امنيتي ځواکونه به د خپلې خاورې د دفاع لپاره د پاکستان په خاوره کې عمليات کوي، دغه خبره په کار وه چې پنځه کاله مخکې شوې واى . دلته ټوله موضوع په نړيوالې ټولنې پورې، په ځانگړې توگه د امريکا په متحدو ايالاتو پورې تړلي ده . که دوى په ريښتيا وغواړي چې دغې ستونزې ته د پاى ټکى کيږدي په ډير کم وخت کې پرته له هر ډول ځاني او مالي تلفاتو سوله راتلاى او د کابل او اسلام اباد اړيکي ښه کېداى شي. دولت خان خاکسار- موسم بازار، افغانستان: پاکستان يوازينی هېواد وو چی دطالبانو حکومت يې په رسميت وپېژانده او د ډالرو په مقابل کی بيا يوازينی هېواد شو چی امريکا ييانو ته يې هوايي اډې ورکړې اوله منځه يې يوړل. نوطالبان هم شرم نلری چی بياهم دبيگا نه خبره مني اوجهاد جهاد نارې وهي. پښتون- ناڅرگند ځاى: پاکستان قسم کړی چې افغانستان پرېنږدي. اوس چې هر څه کوي دتروريزم په خلاف داهم له نړيوالې ټولنې وېريږي خو زه دافغانستان مشرانو ته وايم چې نور په پاکستان باورونکړي او دخپلې آيندې سوچ وکړي. کاش موږ داسې مشر درلودای لکه دچين ماوڅي تونگ چې دچين له خاورې را پورته شو، زموږ مشران خو خپل هيواد ته هم پرديو راوستي دي . ولي احمدزى- لوگر افغانستان: په افغانستان کی چه هر حکومت راغلی ، پاکستان يې په وړاندې دسيسې جوړې کړي او د هغه ملي شتمني يې لوټ کړې ده. کله چې طالبانو د افغانستان ٩٠ فيصده خاوره پخپله ولکه کی راوسته، نو پوه شول چه افغانستان کی حکومت جوړېږي، نو مختلف بنديزونه يې پرې ولگول. د دې خبرې خلص مطلب دا شو چی د پاکستان حکومت به هيڅکله د افغانستان دوست نشي. ترڅو د ډيورنډ لانجمنه کرښه د دواړو حکومتو له خوا ونه منل شي، نه خبره د کفر ده او نه اسلام. عبدالرحيم خان پکتيا وال- جده، سعودي عرب: کله چې بيت الله مسعود د ډيورنډ پر هاخوا جگړه د اسلام او پاکستان د گټو خلاف بولي او وايي چې په بدل کې به يې د افغان پوځ او بهرنيو ملگرو خلاف جگړې ته دوام ورکوي، فکر کوم په داسې حال کې ولسمشر حامد کرزى بشپړ حق لري چې دغه ډول يو اخطار ورکړي. ټول افغانان دې، د طالبانو په گډون په دې کې سره يوه خوله شي. دلته په عربو کې ځينې وايي چې دا د کرزي خپله وينا نده او د امريکاييانو ده، نو زما ځواب دغه ډول خلکو ته دادى چې که ستاسې هيواد د چا له خوا تهديد شوى واى، تاسې به څه کول، پټه خوله به ناست واى؟ افغان که له خپل حکومت سره شخړه لري خپل کار يې دى، خو پاکستانى په کې د لاس وهلو حق نه لري. بله دا چې آيا د ډيورنډ پر هابلې خوا د عملياتو امکان شته؟ زه وايم چې هو شته، ځکه کوم جنگ چې امريکاييانو په عراق او افغانستان کې پيل کړى، دا يوازې په دغو دوو هيوادو پورې اړه نه لري او پاکستان به هېڅکله ددغو عملياتو مخه ونشي نيولى. عبدالکريم فايق- فلينسبرگ، جرمني: پاکستان له جوړېدو راهېسي تر ننه ارتجاعي خصلت درلود، يعنې تل يې د بل په بدمرغۍ کې خپله نيکمرغي لټولې ده. پاکستان چې کوم اغزي د افغانستان لپاره کرلي وو، بې له شکه يې په خپلو پښو کې لاړل. اوس پاکستان غواړي چې هماغه د خپلو پښو اغزي بېرته افغانستان ته راوگرځوي. نو د عمل او عکس العمل د قانون له مخې افغانستان مجبور د چې دا ډول عکس العمل وښيي. زما په نظر دا د ولسمشر حامد کرزي اولين جدي او پرځاى عکس العمل دى. خو ولسمشر کرزي ته يوه بله مشوره هم ورکوم: چې پاکستان له خپلو طالبانوسره جوړ جاړى کولى شي، افغانستان يې ولې نه شي کولى؟ له هغوى سره دې خبرې وشي، په واک کې دې يې شريک کړي او بيا دې پر همدې طالبانو د پولې هاخوا غليم هم له منځه يوسي. | ورسره تړلي نور خبرونه د بهرنيو ځواکونو په شتون د مشرانوجرگې خبرې 13 اگست, 2008 | خبرونه بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||