BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:50 گرينويچ 2008 ,13 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بهرنيو ځواکونو په شتون د مشرانوجرگې خبرې

په کابل کې بهرنى سرتېرى
په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د شتون د قانوني کېدو موضوع وروسته له هغې په مشرانو جرگه کې راپورته شوه، چې د دغو ځواکونو په وروستۍ بمبارۍ کې يوځل بيا د بې گناه افغانانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول .
مشرانو جرگې د افغانستان روانې بد امنۍ ټولې په بهرنيو پوځونو پورې تړلي او ټينگار يې کړى، که ددغو پوځونو شتون ته ځانگړې موده ونه ټاکل شي، ستونزې به لا ډېرې شي.

د مشرانو جرگې منشي عبدالخالق حسيني وايي، په دې هکله د ټولو سناتورانو نظر يو دى او ولسي جرگه هم تر ډېره ورسره موافقه ده.

په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د شتون د قانوني کېدو موضوع وروسته له هغې په مشرانو جرگه کې راپورته شوه، چې د دغو ځواکونو په وروستۍ بمبارۍ کې يوځل بيا د بې گناه افغانانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول .

که څه هم ناټو د کاپيسا په تگاب ولسوالۍ کې وژل شوي کسان طالب جنگيالي وبلل، خو مشرانو جرگې ټينگار وکړ، چې دغه کسان ملکي وگړي و.

د افغانستان د مشرانو جرگې غړو په کلکه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې نور د بهرنيانو په لاس د ملکي وگړو وژل کېدو ته د پاى ټکى کېږدي او په دغه هيواد کې د هغوى کړنو او اوسېدو ته چوکاټ وټاکي .

د مشرانو جرگې منشي عبدالخالق حسيني له بي بي سي سره په خبرو کې د افغانستان د ټولو نا امنيو سرچينه بهرني پوځونه وبلل او ټينگار يې وکړ، چې د هغوى په هکله به يوه طرحه حکومت ته وړاندې کوي .

د بې گناه افغانانو وژل کېدل
 په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځونو په عملياتو کې د بې گناه افغانانو وژل کېدو وړاندې تر دې هم گڼ شمېر نيوکې راپارولې وې، خو مشرانو جرگه وايي، چې هغو نيوکو په يادو شويو ځواکونو کومه اغېزه نه ده کړې .

که څه هم بهرني پوځونه په افغانستان کې د امنيت ساتنې دنده پرغاړه لري، خو د مشرانو جرگې ډېرى غړى هغوى پړه بولي چې افغانستان کې د امنيت په قابو کي پاتې راغلي دي . د جرگې منشي ښاغلي حسيني وويل، په عراق کې حالات تر پخوا ډير ښه شوي، خو په افغانستان کې چې حالت ډېر ښه و، دده په وينا چې اوس له بده بدتر شوى .

د مشرانو جرگې منشي وويل، افغان ملي شورا حق لري چې د بهرنيو پوځونو د کړنو د کنټرول او د هغوى د قانوني کېدو لپاره طرحه وړاندې او عملي کړي .

په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځونو په عملياتو کې د بې گناه افغانانو وژل کېدو وړاندې تر دې هم گڼ شمېر نيوکې راپارولې وې، خو مشرانو جرگه وايي، چې هغو نيوکو په يادو شويو ځواکونو کومه اغېزه نه ده کړې .

ناټو او ائتلاف پوځونو په وار وار اعلان کړى چې تر وسه وسه د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې د مخنيوي هڅې کوي، خو بيا هم د هغوى په وينا له دې امله چې جنگيالي ځانونه په خلکو کې پټوي، دغه زيانونه پېښېږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت