BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2008 ,16 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان افغان سفير د احتجاج په ډول ورغوښتى

اسلام اباد کې د افغانستان سفير انورمحمدانورزى
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم دا منلې چې افغان سفير د پاکستان د بهرنيوچارو د وزارت له خوا ورغوښتل شوى او رسمي احتجاج ورته شوى دى .
پاکستان د افغان ولسمشر حامد کرزي د خبرو په غبرگون په اسلام ابادکې د افغانستان سفير بهرنيو چارو وزارت ته د رسمي احتجاج لپاره ورغوښتى دى .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د تېرې يکشنبې په ورځ گواښنه وکړه که چېرې په افغانستان کې پاکستاني طالبان خپل بريدونه ونه دروي نو د پاکستان خاورې ته به خپل پوځيان ور د ننه کړي .

د پاکستان د بهرنيوچارو وزارت په رسمي ډول د حامدکرزي د څرگندونو په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفير انورمحمدانورزي ته خپل سخت غبرگون وښود .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوى افغان سفير ته د ولسمشر حامدکرزي د څرگندونو په اړه چې د پاکستان وسله والو پر ضد به د پاکستان په خاوره کې پوځي عمليات وکړي، خپل له غصې ډک غبرگون ښودلى دى .

ياد شوي وزارت ښاغلي انورزي ته ويلي چې پاکستان د هېچا په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او بل چا ته هم دا حق نه ورکوي چې ددوى په نننيو چاروکې دې لاس ووهي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې که افغانستان له پاکستان سره د گډې پولې په اړه اندېښنه لري نو په گډ درې اړخيز کمېسيون کې دې يادونه وکړي او حل لاره دې ورته ومومي .

د بهرنو چارو وزارت هم په خپل غبرګون کې وويل چې پاکستان کې د ننه د سخت دريځو پر ضد ګامونه اخستل د خپلو امنيتي ځواکونو کار دى او د پولې بلې غاړې ته دغه مسئوليت د ناټو او افغان ځواکونو پر غاړه دى .

د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد صادق وويل چې د عملياتو او پر پوله د امنيت ټينگولو لپاره د پاکستان، افغانستان او ناټو ترمنځ حدود ټاکل شوي دي .

د پاکستاني په ولسي جرگې کې د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مشاهد حسين د افغان ولسمشر څرگندونې وغندلې او ويې ويل چې دا مسئله پارلمان ته وړاندې کړي .

د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني
پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي او بل چا ته به هم د پاکستان په کورنيو چارو کې د مداخلې حق ور نه کړي .

هغه تور ولگاوۀ چې حامد کرزى د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو ته د زيان رسولو هڅه کړې ده .

دوى ويلي چې دغه درې اړخيزه کمېسيون په همدې موخه جوړ شوى دى .

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم دا منلې چې افغان سفير د پاکستان د بهرنيوچارو د وزارت له خوا ورغوښتل شوى او رسمي احتجاج ورته شوى دى .

''بهرنۍ لاسوهنه نه منو''

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني هم د ښاغلي کرزي د څرگندونو په اړه سخت غبرگون ښودلى و .

د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني وويل چې :'' د افغان ولسمشر څرګندونو ته به په دواړو هېوادونو کې ولسونه په ښه نظر ونه ګوري .''

هغه زياته کړه چې : پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي او بل چا ته به هم د پاکستان په کورنيو چارو کې د مداخلې حق ور نه کړي .

د پاکستان لومړي وزير په خپلو څرگندونو کې ويلي چې موږ په افغانستان کې د سولې د ټينگښت غوښتونکي يو، موږ څنگه کولاى شو چې خپل ورور هېواد ناامنه کړو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت