BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:24 گرينويچ 2008 ,16 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان: په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه منو

د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني
ښاغلي گيلاني ويلي چې هېچا ته به دا اجازه ور نه کړي چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي .
د پاکستان دولت د پاکستاني طالبانو پروړاندې د افغان ولسمشر حامدکرزي د هغو څرگندونو په اړه سخت غبرگون ښودلى، چې په کابل کې خبريالانو ته کړې دي .

د پاکستان دولت د افغان ولسمشر حامد کرزي څرگندونو ته د قهر نه ډک غبرگون څرګند کړى، چې پکې نوموړي پاکستاني طالبانو د بريدونو گواښ کړى و .

د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني وويل چې :'' د افغان ولسمشر څرګندونو ته به په دواړو هېوادونو کې ولسونه په ښه نظر ونه ګوري .''

هغه زياته کړه چې : پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي او بل چا ته به هم د پاکستان په کورنيو چارو کې د مداخلې حق ور نه کړي .

د پاکستان لومړي وزير په خپلو څرگندونو کې ويلي چې موږ په افغانستان کې د سولې د ټينگښت غوښتونکي يو، موږ څنگه کولاى شو چې خپل ورور هېواد ناامنه کړو .

د بهرنو چارو وزارت هم په خپل غبرګون کې وويل چې پاکستان کې د ننه د سخت دريځو پر ضد ګامونه اخستل د خپلو امنيتي ځواکونو کار دى او د پولې بلې غاړې ته دغه مسئوليت د ناټو او افغان ځواکونو پر غاړه دى .

د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد صادق وويل چې د عملياتو او پر پوله د امنيت ټينگولو لپاره د پاکستان، افغانستان او ناټو ترمنځ حدود ټاکل شوي دي .

د پاکستاني په ولسي جرگې کې د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مشاهد حسين د افغان ولسمشر څرگندونې وغندلې او ويې ويل چې دا مسئله پارلمان ته وړاندې کړي .

هغه تور ولگاوۀ چې حامد کرزى د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو ته د زيان رسولو هڅه کړې ده .

خوپاکستاني رسنۍ وايي چې اسلام اباد کابل کې خپل سفارت څخه د ښاغلي کرزي د څرگندونو په اړه جزييات غوښتي او کېداى شي چې د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې د افغانستان سفير يو لړ پوښتنو ته راوبولي .

پاکستاني طالبانو هم د افغان ولسمشر څرگندونو ته سخت غبرګون څرګند کړى او ويلي دي چې قبايلي سيمو کې د افغان ځواکونو لخوا تېري ته به ماتې ورکړي .

د طالبانو وياند مولوي عمر پر وينا افغانستان کې د کرزي د ادارې ناکامۍ وروسته افغان ولسمشر پاکستان کې د عملياتو ګواښ کړى دى .

وزيرستان کې هم قبايلي مشرانو د ښاغلي کرزي په بيان خفګان څرګند کړى او ويلي يې دي چې که چېرې افغان ځواکونو د پاکستاني پر خاوره پل کېښود نو له سخت غبرگون سره به مخامخ شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت