|
چارواکي: په پکتيا کې ١٥ طالبان وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پکتياولايت ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه د ايتلاف ځواکونو په بمبار کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شو ا ودرې نور بهرني طالبان نيول شوي دي . د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ د ٢٠٣ تندر قل اردو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته وويل تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې له يوه درې ساعته وسله والې نښتې وروسته د ايتلاف ځواکونو په بمبار کې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ژوندي ونيول شول . دوى وايي چې نيول شوي وسله وال درې واړه بهرنيان دي چې يو يې د کويټ، بل د سعودي عربستان او درېيم يې د ترکيې اوسېدونکي دي . د سيد کرم ولسوال اغا محمد احمدزي بي بي سي ته وويل بهرنيو او کورنيو طالبانو تېره شپه ١٢ بجې د ولسوالۍ پر دوانۍ بريد وکړ چې له درې ساعته نښتې وروسته طالبان په شا وتمبېدل او ددې ولسوالۍ په عثمان خېلو سيمه کې د غره يوې ډډې ته شول . د احمدزي په وينا له هغه وروسته له ايتلافي ځواکونو مرسته وغوښتل شوه چې د الوتکو په وسيله يې د عثمان خېلو سيمه بمبار کړه چې ١٥ وسله وال پکې ووژل شول . دى وايي چې دوه ټپي شوي عربان نيول شوي چې اوسمهال د سيد کرم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . دده په وينا پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتي خو د ولسوالۍ ودانۍ زيانمنه شوې ده . وسله والو طالبانو په دې اړه بې خبري ښودلې ده او ايتلافي ځواکونو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . بل خوا د پکتيا د څنگلوري خوست ولايت په نارامه صبريو ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات پيل کړي دي . خو ددغو عمليات په اړه د نورو معلوماتو خبر تر اوسه نه دى ورکړل شوى . همدارنگه تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين پرداسې مهال د ولسي وگړ پر گاډي وچاودېد چې له سيمې څخه بهرني پوځيان د تېرېدا په حال کې ول . په دغه چاودنه کې درې ولسي وگړي ووژل شول او بهرنيو ځواکونو ته هېڅ زيان پکې نه دى رسېدلى . وسله والو طالبانو بيا ادعا کړې ده چې چاودنه ددوى د جنگياليو له خوا شوې ده او د ناټو دوه گاډي يې له منځه وړي او پکې سپاره کسان وژل شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه پوليسو د زرمت ١٣ لاريون کوونکي ټپيان کړل14 جون, 2008 | خبرونه ايتلاف: پکتيکا کې مو ' جنگيالي ' وژلي11 جون, 2008 | خبرونه پکتيا کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي03 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||