BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:27 گرينويچ 2008 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايتلاف: پکتيکا کې مو ' جنگيالي ' وژلي

بهرني ځواکونه پکتيکا کې
دغه بمبار د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيم کارېز پر کلي شوى دى .
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافي پوځونو ددغه هېواد په پکتيکا ولايت کې د يو شمېر جنگياليو د وژلو خبر ورکړى دى .

ائتلاف وايي، دغه جنگيالي يې په مټه خان ولسوالۍ کې د يولړ عملياتو په ترڅ کې وژلي دي .

په همدې حال کې د پکتيکا ولايت اوسيدونکي وايي چې د ائتلاف په بريدونو کې لسگونه ملکي وگړي وژل شوي دي. ځايي خلک دا ردوي چې گنې ائتلاف دې پر طالبانو بريد کړى وي .

په کنړ کې هم چارواکي د يو لړ عملياتو په لړ کې د ٦٠ طالبانو د وژل کېدو خبره کوي .

په پکتيکا کې د چهار شنبې شپې د عملياتو په اړه ځايي خلک، چارواکي او ائتلافي پوځونه بېلابېل نظرونه څرگندوي. په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو لخوا په خپره شوې يوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې لسگونه جنگيالي وژل شوي او دولس تنه نور يې نيول شوي دي. د ائتلاف د منابعو په وينا بريد کې د جنگياليو يو پټنځاى په نښه شوى و، خو ددې ترڅنگ ائتلاف مني چې په عملياتو کې څلور تنه ملکي وگړي هم وژل شوي دي .

د پکتيکا والي ډاکتر محمد اکرم خپلواک وايي په بريد کې ٤٢ کسان وژل شوي، چې اته کسان پکې ولسي وگړي دي، او د ٢٩ نورو کسانو مړي بيا ايتلاف ورسره وړي دي .

د پکتيکا ولايت د مټه خان ولسوالۍ اوسېدونکي ددې ترڅنگ چې په بريد کې د طالبانو وژل کېدل ردوي وايي، بهرنيو ځواکونو نيمه شپه يو ناڅاپه ددوى پر کورونو بريدونه وکړل او له امله يې د دېرشو په شاوخوا کې بې گناه خلک ووژل شول .

حاجي محمد صديق چې ادعا کوي د وژل شويو ملکي وگړو په جنازې کې يې برخه اخيستې د ټيلفون پر کرښه بي بي سي ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي:

" ٢٥ کسه غټان دي، څلور ښځې دي، شيدې خواره ماشومان هم په کې شامل و، ټپي مېرمنې مو کلنيک ته وېوړې، نيمه شپه جيټ الوتکو بمبارد وکړ، چورلکو کسان پياده کړل او په کورونو کې چې څوک پرمخه ورغلل ويې وژل."

ددې ترڅنگ يوه خبريال هم چې سيمې ته تللي و ويلي چې په بريد کې يوزيات شمېر ملکي وگړي وژل شوي دي، خو د پکتيکا ولايت چارواکي بيا د ځايي خلکو خبرې نه مني .

ددغه ولايت د والي وياند غمى خان محمديار وايي چې بريد يوازې درې تنه بې گناه خلک وژلي دي :

" په بريد کې وژل شوي خلک ترهگر دي، يوازې درې تنه ملکي وگړي په وژل شويو کسانو کې شامل دي، دوولس تنه نيول شوي هم دي ."
په همدې حال کې په کابل کې د لويې پکتيا قومي شورا د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د پکتيکا د عملياتو په اړه اندېښنه ښودلې. ددغې شورا مشر حاجي ميراجان غوښتنه کړې چې بهرني پوځونه دې له افغان ځواکونو پرته عمليات نه تر سره کوي .

بلخوا د افغانستان په ختېځ کنړ ولايت کې چارواکي وايي چې په يوه بريد کې يې تر ٦٠ طالبان وژلي دي. د کنړ ولايت امنيه قوماندان جنرال جلال جلال وويل چې دغه بريد يې وروسته له هغې د بهرنيو پليو او هوايي ځواکونو په مرسته کړى چې په سيمه کې يې د طالبانو د راټولېدو خبر تر لاسه کړ.

هغه ټينگار کوي چې له وژل شويو او ټپي طالبانو نه ١٧ تنه پاکستان ته وړل شوي دي. طالبان ددې ترڅنگ چې په دغه بريد کې د خپلو نهو تنو ملگرو د وژل کېدو خبره مني ادعا کوي چې ٢٠ تنه کورني او بهرني سرتېري يې وژلي دي. د کنړ په عملياتو کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې خبره نه ده شوې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت