|
پکتيا کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايساف ځواکونه وايي چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي . په سوېل ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو وياند بي بي سي ته ويلي چې دغه چاودنه د زرمت په ولسوالۍ کې شوې، خو د وژل شويو ځواکونو د هويت په اړه نور معلومات نه ورکوي . ياده شوې سرچينه وايي د هغوى يو گاډى هم ويجاړ شوى دى . په همدې حال کې د طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې په دې چاودنه کې هغوى د بهرنيو ځواکونو اته سرتېري وژلي دي، دا هغه څه دي چې خپلواکو سرچينو يې تاييد نه دى کړى . کندهار کې دوې چاودنې شوې د افغانستان په سوېلي کندهار ولايت کې دوو جلا چاودنو دوه ولسي وگړي او څلور بهرني پوځيان ټپيان کړي دي . خو طالبان وايي چې نن يې په زابل ولايت کې دکابل کندهار لويه لاره بنده کړې او پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده . دکندهار ښار نننۍ چاودنې يوازې دوه ولسي وګړي ټپيان کړل . دغه چاودنه دکندهار په خونړي واټ خوجک بابا سيمه کې وشوه او هدف يې دپوليسو يو موټر و . خو له بلې خوا نن په همدې ولايت کې نړيوالو ځواکونو ومنله چې پرون يې په ژېړۍ ولسوالۍ کې څلور کاناډايي سرتېري او يو افغان ژباړونکى ټپيان شوي دي . دکندهار له هوايي ډګره بي بي سي ته رالېږل شوې خبر پاڼه وايي چې لومړى وسله والوطالبانو بريد وکړ او يوسرتېرى يې ټپي کړ او وروسته په چاودنه کې درې سرتېري او يو افغان ژباړونکى ټپيان شول .
نړيوال ځواکونه وايي چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شمېره يې نه ښيي . له بلي خو وسله وال طالبان په ژېړۍ ولسوالي کې د نړيوالوځواکونو مرګ ژوبله ډېره بولي او دعوه کوي چې نن يې دزابل ولايت په سپينه غبرګه سيمه کې دکابل کندهار لويه لاره بنده کړې او دلويو لارو ساتونکو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . د زابل پرلويه لار يو پوليس وژل شوى خو د زابل امنيتي چارواکي وايي چې پر لويه لار جګړه شوې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي خو د لويي لاري بندېدل نه تاييده وي . نړيوال ځواکونه وايي چې دپکتيا په زرمت ولسوالي کې دماين دښخولو پر مهال پنځه وسله وال طالبان وژلي دي . سږ کال دوبى هم د نورو کلونو په څېر دجګړو،عمليات، چاودنو او بمباريو له پلوه خورا ګرم ښکاري خو په هېواد کې مېشت نړۍ وال ځواکونه او افغان امنيتي ساتونکي هڅه کوي چې د نا امنيو مخه ونيسي . بل خوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د خوست په ولايت کې يې د شهرک د امنيت ريس وژلى دى، خو چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ويلي . همدارنگه ددې ولايت په دومنده ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ناټو ځواکونو د خوراکي توکو درې موټر سوځولي دي . ويل کيږي چې وسله والو طالبانو پوځي جامې اغوستې وې چې په دې کار يې لاس پورې کړ . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو: افغانستان کې به د سولې تر ټينگېدا پاتې شو03 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||