|
پوليسو د زرمت ١٣ لاريون کوونکي ټپيان کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو د بمبار په پايله کې لاريون وشو، چې پوليسو پرې ډزې وکړي او ١٣ يې ټپيان کړل . دغه لاريون نن سهار (شنبې، د غبرگولي ٢٥، د جون ١٤) پيل او لاريون کوونکو د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پرضد شعارونه له ځانه سره لېږدول او د خپلسرو عملياتو د نه کولو غوښتنه يې کوله . دغه لاريون د ايتلافي ځواکونو لخوا د روانې مياشتې پر ٢٣مه په زرمت کې د يوه کور د بمبار په غبرگون کې وشو . خو پوليسو لاريون تر پايه رسېدو پورې پرېنښود او د ډزو په کولو کې لاريون تيت پرک او ١٣ لاريون کوونکي يې ترېنه ټپيان کړل او مظاهره پاى ته ورسېده . په زرمت کې روغتياپالان وايي چې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى . دغو چارواکو لا دا هم ويلي چې په مظاهره کې بهرنيان او طالبان هم ورگډ شوي ول او غوښتل يې چې پر ولسوالۍ بريد وکړي . خو د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکو د درو کسانو د ټپي کېدا خبره منلي ده . تر دې وړاندې هم په پکتيکا او پکتيا کې د ايتلاف ځواکونو د عملياتو پر وړاندې مظاهرې شوې دي . د ځايي خلکو پروينا، په دغه بمبار کې د شپږو ماشومانو او يوې مېرمنې په گډون ١٥ ولسي وگړي ووژل شول، خو ايتلاف ځواکونه بيا وايي چې په بمبار کې يې پنځه طالبان وژلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ايتلاف: پکتيکا کې مو ' جنگيالي ' وژلي11 جون, 2008 | خبرونه پکتيا کې د ايساف دوه سرتېري وژل شوي03 جون, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||