BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:42 گرينويچ 2008 ,24 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
' د طالبانو د بهرنيو ملاتړو بايد مخه ونيول شي '

همايون حميد زاده
همايون حميد زاده ټينگار وکړ چې په افغانستان کې جنگېدونکي طالبان د پاکستان له خاورې گټه اخلي او دلته پوځي او ملکي ځايونه په نښه کوي .
افغان حکومت پر يوشمېر سرحدي سيمو د پاکستان له خاورې شوي وروستي بريدونه ددغه هېواد د ولسمشر د هغو خبرو ډېر ښه ثبوت وبالۀ چې څو ورځې وړاندې يې د پاکستان په اړه وکړې .

د ولسمشر کرزي وياند په يوه خبري غونډه کې ټينگار وکړ چې طالبان له افغانستان نه بهر ملاتړ لري او که يې مخه ونه نيول شي افغان حکومت به يې خپله مخه ونيسي .

وياند همايون حميد زاده وويل چې د غويي د اتمې په بريد کې يې هم د يوه هيواد د استخباراتي شبکې د لاس درلودو معلومات ترلاسه کړي دي .

افغان حکومت پر داسې مهال د پاکستان په اړه د ولسمشر کرزي لخوا پر شويو خبرو ټينگار کوي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې د پاکستان سرحدي سيمو ته د افغان سرتېرو استول يوه نامعقوله نظريه بللې ده .

د ولسمشر کرزي وياند همايون حميد زاده په کابل کې له خبريالانو سره په خبرو کې ټينگار وکړ چې په افغانستان کې جنگېدونکي طالبان د پاکستان له خاورې گټه اخلي او دلته پوځي او ملکي ځايونه په نښه کوي .

افغان ولسمشر څو ورځې وړاندې گواښ وکړ چې که د پاکستان له خاورې يې پر هيواد کېدونکي بريدونه پاى ونه مومي، افغان پوځ به هغو سيمو ته ورشي چې ورته بريدونه په کې تنظيميږي. د ولسمشر وياند هم ټينگار وکړ چې افغانستان د ځان د دفاع لپاره حق لري خپل دښمنان هر چېرته چې وي وځپي .

څو ورځې وړاندې ناټو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو خبر ورکړ چې په خوست کې يې هډه د پاکستان له خاورې په توغنديو ويشتل شوې ده .

د ولسمشر وياند په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو د ډېرېدو په اړه وويل چې دغه بريدونه د طالبانو د پياوړتيا ښودنه نه کوي، بلکې د هغه په وينا دا نور دي چې هغوى پياوړي کوي .

هغه همدارنگه زياته کړه چې د غويي د اتمې په بريد کې هم د يوه بهرني هيواد د استخباراتي شبکې د لاس درلودو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي .

افغان حکومت د پاکستان په اړه پر داسې مهال په خپلو نيوکو ټينگار کوي چې پاکستاني دولت دغه نيوکې رد کړې دي.

ددغه هيواد لومړي وزير په خپلو تر ټولو وروستيو څرگندونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طالبانو د تگ راتگ د مخنيوي لپاره د اغزن سيم درول تر ټولو اغېزناک کار بللى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت