BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:08 گرينويچ 2008 ,28 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بيت الله مسيد : له پاکستان سره خبرې ختموم
بيت الله مسيد
له بيت الله مسيد سره د پاکستاني مقاماتو د سولې تړون لويديځ او کابل اندېښمن کړى و
په وزيرستان کې د ځايي وسله والو طالبانو مشر بيت الله مسيد د شنبې په ورځ ( د چنگاښ ٨ د جون ٢٨ ) اعلان کړى دى چې له پاکستاني مقاماتو سره خپلې خبرې اترې ختموي .

بيت الله مسيد ويلي دي چې د سولې دغه دريځ ځکه ختموي چې گواکې پاکستاني پوځ د دوى پر ضد پر له پسې له پوځي ځواکه کار اخلي .

دا څرگندونې په داسې وخت کې شوي چې پاکستاني پوځ پېښور ته نژدې په خيبر دره کې د اورپکو پر ضد عمليات پيل کړي دي .

رپوټونه ښيي چې پاکستاني پوځ خيبر درې ته تلونکې لويه لار تړلې او په غرونو کې يې د اورپکو مورچلې په توپونو ويشتي دي .

د بيت الله مسيد له وسله والو طالبانو سره د پاکستاني حکومت د سولې خبرو اترو او تړونونو لويديځ او کابل اندېښمن کړى و .

په دې وروستيو کې د ناټو پوځي قومندانانو ويلي و چې د دغو تړونونو له امله د افغانستان په ختيځ کې پر افغان او نړيوالو ځواکونو بريدونه ډير شوي دي .

وزيرستان ته ورڅيرمه د افغانستان د خوست او پکتيکا واليانو هم څو ځلي دا ادعا وکړه چې په وزيرستان کې د پاکستاني مقاماتو او ځايي طالبانو د سولې تر تړون وروسته پر دوى داسې بريدونه ډير شوي دي چې له پولې پورې غاړې طالبان پکې برخه اخلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت