|
'' نړيوال ځواکونه دې ولسي خلک نه ځوروي '' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ملګرو ملتو کې د بشري مرستو له مسؤول جان هولمين نه په کونړ کې خلکو وغوښتل چې نړيوال ځواکونه دې د ولسي خلکو له زورونو لاس واخلي . د بان کي مون دغه استازی کونړ ته ددې لپاره ورغلى وو چې د خلکو ژوند او حالت له نژدې وګوري، که څه هم ده وويل ملګري ملتونه له دې اړخه اندېښمن دي او دخلکو دغه پيغام به دنړيوالو ځواکونو مشرانو ته ورسوي . په ملګرو ملتونوکې د انساني مرستو د برخې دغه چارواکي کونړ ته د راتګ موخه د خلکو له ژوند او حالت نه دځان خبرول، د جګړو او نورو ناورينونو له اړخه دانساني تلفاتو دکچې راکمول وښودل . له جان هولمين نه خلکو په ځانګړي ډول د ولايتي شورا استازو غوښتنه کوله چې په نړيوالو ځواکونو دې زور رواړل شي چې دپلټونو او جګړو پر وخت ولسې خلک نور ونه ځورول شي . ښاغلي هولمين داسد اباد په روغتون کې هغه ولسي وګړي هم وليدل چې تېره ورځ په دوه جلا راکټي بريدونو کې ټپيان شوي وو. وروسته په يوه خبرې ناسته کې ده دولسي وګړو دزيانونو خبره راپورته کړه او ويې ويل له خلکو نه اورېدلې اندېښنې به نړيوالو ته ورسوي : '' په ريښتيا دا لويه ستونزه ده ځکه د دواړو لورو په بريدونو کې ولسي خلکو ته تاوان اوړي، ما نن سهار د قومي مشرانو سره خبرې وکړې او هغه ستونزې چې د نړيوالو ځواکونو د تلاشيو په نتيجه کي منځ ته راغلې پرې وغږېدلو، زموږ مسؤليت د ملکي خلکو ساتنه ده بايد د جنګياليو او عامو خلکو تر منځ توپير وشي چې ملکي خلکو ته زيان وانه وړي ، موږ د خلکو دغه اندېښنې واورېدې او دا به نړيوالو ته رسوو .'' د ملګرو ملتو له دغه استازي ته خلکو ګيله کوله چې نړيوالې ټولنې د کونړ له خلکو سره د لوږې او قيمتۍ پر وخت هېڅ مرسته هم نه ده کړې . د ده ډېر ټينګار بيا هم د ملکي وګړو د ژوند پر ساتلو راټول وو که څه هم د له نړيوالو ځواکونو د جګړې د قوانينو په پام کې نيول غوښتل، خو دا يې هم ويل چې په جګړو کي ناپامي کېدلى شي : '' موږ داپيغامونه هر وخت نړيواله ځواکونو ته رسوو دوى بايد د جګړې نړيوالو قوانينو ته پام وکړي، دا خبره د پوهېدنې وړ ده چې جګړې بايد د ملکي وګړو له استوگنځايونو ليرې شي، موږ پوهېږو چې ددې پايلې نه يوازې د عامو وګړو لپاره ښې نه دي، بلکې د هغوى احساساتو ته زيان اړوي .'' ده دا خبرې د خلکو د هغې غوښتنې په ځواب کي کولې چې ويل يې پوځي ځايونه د د استوګنې له سيمو ليرې وي . که څه هم تر دې وړاندې په نړيواله کچه په جګړو کي د ولسي خلکو د زيان د را ټيټېدو بيا بيا غوښتنې شوې، خو لا هم په افغانستان کې په جګړه د بوختو خواوو په پرتله ډېر تاوان ولسي خلک ګالي . | ورسره تړلي نور خبرونه ايتلاف:څلور سرتيري مو وژل شوي دي27 جون, 2008 | افغانستان دايتلافي ځواکونو يوه څرخکه رالويدلې ده26 جون, 2008 | نړۍ کونړکې ١٢طالبان، درې افغان سرتېري وژل شوي 22 جون, 2008 | خبرونه د بهرنيو ځواکونو بمبار ١٤ ولسي وگړي ووژل28 مۍ, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||