BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:23 گرينويچ 2008 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ' ايساف درې سرتېري' وژل شوي دي
ايساف ځواکونه په افغانستان کې
ناټو په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ شاوخوا پنځوس زره سرتېري لري .
د افغانستان په ختيځ ننگرهار او سوېلي هلمند ولايتونو کې د ناټو په مشرۍ د ايساف درې سرتېرې وژل شوي دي .

دغه خبره د ايساف ځواکونو بي بي سي ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي د سوېلي نارامه هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ايساف يو سرتېرى هغه مهال ووژل شو کله چې په گزمه بوخت و .

همدارنگه، ايساف د يوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې يې يو بل سرتېرى له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې وژل شوى دى .

د ايساف ځواکونو د خپلې پاليسۍ له مخې ددغو وژل شويو سرتېرو د تابعيت په اړه څه نه دي ويلي .

د يادونې وړ ده چې په هلمند ولايت کې ډېرى برتانوي پوځيان له وسله والو طالبانو سره په جگړه بوخت دي .

همداراز، د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړى چې په ختيځ ننگرهار ولايت کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى .

ددغې خبرپاڼې په وينا، دغه بهرنى سرتېرى هغه وخت ووژل شو کله د گزمې پرمهال يې موټر د سړک د غاړې پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت .

ايتلافي ځواکونو ددغه وژل شوي سرتېري د وژل کېدا مشخص ځاى نه دى په گوته کړى، خو ويلي دي چې ددغه سرتېري د تابعيت په اړه بل وروسته معلومات ورکړي .

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو يوه سيمه ييز قومندان ويلي چې د تېر کال په پرتله د دغه هېواد په ختيځ کې د وسله والو بريدونه ٤٠ په سلو کې ډېرشوي دي .

دده په وينا، له پاکستان سره په سرحدي سيمو کې د روان کال د اپريل له مياشتې راهيسته د ولسي خلکو په گډون د امريکا ٤٠ پوځيان وژل شوي دي .

پکتيکا کې تاوتريخوالى

بل خوا ايتلافي ځواکونه وايي چې د پکتيکا په گومل او سروبي ولسواليو کې يې په يوه نښته کې ٢٢ وسله وال طالبان وژلي دي .

پکتيکا کې امريکايي پوځيان
تر دې وړاندې ايتلافي ځواکونو په دغه ولايت کې د ٥٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو د ٢٥ د ټپي او درو نورو د ژوندي نيولو ادعا کړې وه .

د ايتلاف ځواکونو د خبر ترمخه، دغو وسله والو يادې شوې ولسوالۍ تر بريد لاندې راوستې وې او له پوليسو سره يې سپکه او درنه وسله کارولې وه .

ايتلافي ځواکونه وايي دوى د پوليسو مرستې ته ور ودانگل او وسله وال يې تر خپل بمبار لاندې ونيول .

خو طالبانو لا په دې اړه بې خبري ښودلې ده .

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ايتلافي ځواکونو اعلان کړى و چې د پکتيکا په ولايت کې يې ٥٥ وسله وال طالبان وژلي، ٢٥ نوريې ټپيان او درې يې ژوندي له ځانه سره وړي دي .

دوى ويلي وه چې دغه وسله وال د پکتيکا په ژيړوک ولسوالۍ د جون پر ٢٠ وژل شوي او ټپي شوي دي .

هلمند کې نښته شوې

ايتلافي ځواکونو د يوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په يوه نښته کې يې 'يو شمېر' وسله وال طالبان وژلي او ١٢ نوريې ژوندي نيولي دي .

هلمند کې برتانوي پوځيان
ايتلافي ځواکونوه وايي په هلمند کې يې په بمبار کې يو شمېر وسله وال طالبان وژلي دي.

دوى وايي نښته هغه وخت رامنځته شوه کله چې دوى د هلمند په رېگ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه ځايي قومندان په لټه کې ول، چې طالبانو ورباندې بريد وکړ .

د ايتلاف په وينا دوى په ځوابي بريد کې له هوايي ځواکونو نه کار واخيست چې پاپله کې يې يو شمېر وسله وال طالبان ووژل .

ايتلافي ځواکونو دغه خبرپاڼه د جون پر ٢٤ خپره کړې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت