|
عراقيان امريکايي امنيتي کمپنۍ په شکنجو تورنوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څلورو عراقي قرارداديانو د امريکا امنيتي کمپنۍ په ابو غريب زندان کې د زندانيانو په شکنجه کولو تورنې کړې دي . دوى وايي هغه وخت چې دوى له امريکايانو سره بغداد ته نژدې په ابو غريب زندان کې بنديان ول، د امريکايانو له خوا نه په ډول ډول شکنجې ورکول کېدې . دغه څلور عراقيان د امريکا د څلورو واشنگټن، ميريلاند، اوهايو او ميشيگن ايالتونو په جلا محکمو کې د جرمونو د نه ثبوت په پايله کې له زندانه خوشي کړاى شول . له دغو مدعي عراقيانو نه د نعيم الشيمري د رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې : '' دى د امريکايانو له خوا نه په کپس کې اچول شوى، وهل ټکول شوى او د خوړونکو سپيو په وسيله ترهول شوى دى او سربېره پردې، د برېښنا مزي يې په بدن پورې تړل شوي او د ابو غريب په زندان کې ورسره پوره څلور کاله وحشيانه عمل شوى دى . '' دى زياتوي : '' خپل کور مې له لاسه ورکړ، کورنۍ مې تيت پرک او بې سرپرسته گرځي . د زندان په تورو تيارو کې مې له وحشيانه شکنجو سره څلورنيم کلونه تېرکړل . او په پاى کې ايله دومره راته وويل شول چې (بښنه غواړو) .'' يوه بل عراقي زنداني سعدون علي حميد په کپس کې خپل حالت داسې بيانوي : '' په کپس کې له اچولو وروسته د کاليو په ايستلو اړايستل شوم . موږ حتى د سره صليب د مرستندويې ټولنې له کارکوونکو سره هم د خبرو اجازه نه درلوده .'' پنځم عراقي زنداني عماد الجنايي هم په خپل وار چې په ابو غريب زندان کې بندي و، دې ته ورته خپله مسله يې په کاليفورنيا کې محکمې ته وړاندې کړې ده . د يادولو وړ ده چې وروسته له هغه چې د ابو غريب د زندانيانو لوڅ لغړ او تر شکنجو لاندې عکسونه چاپ او خپاره شول، دغې مسالې د نړيوالو پام خپل ځان ته را وگرځاوۀ . د (کاکي) په نامۀ يو امريکايى خدماتي شرکت وايي چې د دوى پروړاندې د عراقي زندانيانو راپورته شوې مسئلې هېڅ اساس نه لري . دوى وايي چې دې ته ورته مسئلې څلور کاله وړاندې هم راپورته شوې وې، خو ناسمې وختې . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||