|
عراقي حکومت ته د سنيانو راستنېدنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق په اوسنۍ ولسي جرگه (پارلمان) کې د نوري المالکي په مشرۍ د 'توافق' د گوند د نويو غړو د شاملېدا هوکړه وشوه . نوموړى گوند په عراقي کې تر ټولو لوى سني سياسي گوند دى، عراقي حکومت په خپل پارلمان کې د نويو سني غړيو شاملول په دغه هېواد کې د ملي گټو د خونديېنې په موخه کړى دى . د دغې مخالفې ټلوالې له راتلو وړاندې د سنيانو رايه د وزيرانو په اوسنۍ شورا کې په نشت حساب وه او ټول واک د شيعه گانو او کردانو په لاس کې و . نن شنبه، د عراق پارلمان د هغو سني کانديدانو نومونه اعلان کړل چې په عراقي حکومت کې به ورته د ځينو وزرارتونو څوکۍ ورکړل شي . پارلمان د وزيرانو د مشر رافع العيساري (سني) د برحاله کېدا پرېکړه هم وکړه . د سني ډلې په دغه لېست کې لس وزيران شامل دي ، چې شپږ يې د عراق د توافق د گوند کسان دي، څلور يې د عراق د يووالي د ايتلاف د ډلې غړي دي، چې له دې وړاندې له حکومته ليرې پاتې شوي وو .
د عراق د پارلمان منشي طه درع السعدي ويلي چې په دغه لېست کې رافع العيساري د وزيرانو د مشر مرستيال ټاکل شوى، او عبدذياب العجيلي د لوړو زده کړو وزير، ماهر الحديثي د اطلاعات او کلتور وزير، فاروق عبدالقادر عبدالرحمن د مخابراتو وزير، محمد الدليمي په دولت کې د بهرنيو چارو وزير او نوال مجيد حميد د ښځو د چارو وزيره ټاکل شوي دي . برتانوي ځواکونه بل پلو نن شنبه د برتانيا لومړى وزير گورډن براون بغداد ته تللى او هلته يې له نوري المالکي سره ليدلي دي . دوى دواړوپه عراق کې د مېشتو برتانوي ځواکونو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو شمېر اقتصادي مرستو د لارو چارو په اړه خبرې اترې کړې دي . ښاغلى براون په يوه ناڅاپي سفر بغداد ته تللى دى ، چې ټاکل شوې ده چې له يو شمېر عراقي لوړپوړ عراقي چارواکو سره وگوري . ښاغلي براون لا له وړاندې ويلي وو چې حکومت يې نيت لري چې په بصره کې د خپلو مېشتو ٤١٠٠ پوځيانو شمېره ٢٥٠٠ راټيټه کړي . په تېر ديسمبر مياشت کې برتانوي پوځيانو د بصرې امنيتي چارې عراقي پوځيانو ته وسپارلې، او خپل شتون يې يوازې د دغه هېواد د هوايي ډگر په پوځي اډه کې را ټول کړ . | ورسره تړلي نور خبرونه گورډن براون په ناڅاپي سفر عراق ته ولاړ19 جولاى, 2008 | نړۍ په عراق کې ځانمرگو بريدونو ٣٥ کسان ووژل15 جولاى, 2008 | نړۍ عراقيان امريکايي امنيتي کمپنۍ په شکنجو تورنوي01 جولاى, 2008 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||