BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:06 گرينويچ 2008 ,15 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې ځانمرگو بريدونو ٣٥ کسان ووژل
د بعقوبې پخوانى ځانمرگى بريد
ځانمرگى بريد د رضاکارانو عراقي پوځيانو د گڼې گوڼې په منځ کې شوى دى .
له عراقه رپوټونه وايي چې د دغه هېواد په بعقوبه ښار کې په دوو ځانمرگو بريدونو کې لږترلږه ٣٥ کسان وژل شوي تر ٧٠ ډېر ټپي شوي دي .

عراقي پوليسو ويلي چې دغه ځانمرگي بريدونه د عراق د پلازمېنې بغداد شمال ته په ٦٠ کيلومترۍ کې سهار وختي شوي دي .

عراقي پوليس زياتوي چې ښايي د وژل شويو او ټپيانو شمېره تردې هم واوړي .

د پوليسو پروينا، له روان تاوتريخوالي سره سره، په عراق کې په زرگونه کسان په عراقي پوځې د شاملېدا لېوال دي .

د فرانسي خبري اژانس خبر ورکړى چې دوه پرلپسي ځانمرگو بريدونو لسگونه خلکو ته مرگ ژوبله واړوله .

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د عراقي پوليسو له خولې ويلي چې يوه ځانمرگي بريد کوونکي د عراقي رضاکارانو پوځيانو د گڼې گوڼې په منځ کې خپل ځان وچووۀ .

که څه هم د دياله اوسېدونکي زياتره سني عربان دي، خو په دغه سيمه کې شيعه او عراقي کردي لږکي هم مېشت دي .

په عراق کې د امنيتي چارواکو پروينا، د القاعده ډلې غړي چې د امريکايي او عراقي پوځ د پرلپسې عملياتو په پايله کې په سيمه کې کمزوري کړل شول، دوى غواړي چې د ځانمرگو بريدونو په ترسره کولو سره سيمه ناامنه کړي او له توکميزه او ډله ييزو اختلافاتو ناوړه گټه واخلي .

تېره اوونۍ په عراق کې د امريکا پوځ وياندويلي وه چې د تېر کال د جولاى مياشتې په پرتله په عراق کې د ځانمرگو بريدونه شمېره په روان جولاى مياشت کې ٨٥ په سلو کې کمه شوې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت