BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:53 گرينويچ 2008 ,06 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د عراق په تاوتريخوالي کې ١٥ ووژل شول
بغداد کې چاودنه - پخوانى عکس
د عراق د روغتيا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په عراق کې يوازې د تېر جون په مياشت کې ٤٤٨ کسان وژل شوي دي .
عراقي پوليس وايي چې د بغداد او او ديالي ولايتونو په دوو جلا پېښو کې د تاوتريخوالي له امله ١٥ کسان وژل شوي دي .

شپږ کسان هغه مهال ووژل شول کله چې په پلازمېنه بغداد کې له چاودېدونکو توکيو ډک موټر د پوليسو د گزمې له گاډي سره وجنگېده .

دغه چاودنه د پلازمېنې بغداد په گڼ مېشته شمالي سيمه (حي الشعب) کې شوې ده .

بل خوا د ديالي په ولايت کې د يوه کردي سياستوال کاروان تر بريد لاندې راغلى چې په پايله کې يې اووه ساتونکي وژل شوي دي .

له عراق نه امنيتي او روغتيايي سرچينې وايي د سړک له غاړې له چاودېدونکو توکيو يو ډک موټر هله وچاودېد کله چې د پوليسو د گزمې موټر يې څنگ ته راورسېده ، چې په پايله کې د يوې ښځې په گډون شپږ پوليس ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول .

په چاودنه کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي .

بل پلو په بعقوبه کې د پوليسو او القاعده ډلې ترمنځ په نښته کې يو کس وژل شوى دى .

امنيتي سرچينو ويلي چې دغه کس هغه وخت ووژل شو کله چې عراقي پوليسو د يوه مطلوب کس په لټه کې ول، چې ددوى د ډزو په پايله کې يو لاروى ووژل شو .

سرچينه زياتوي چې نښته وروسته له هغه ودرول شوه کله چې عراقي پوځيانو مداخله وکړه .

د عراق د روغتيا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په عراق کې يوازې د تېر جون په مياشت کې ٤٤٨ کسان وژل شوي دي .

دا په داسې حال کې ده چې په تېره مۍ مياشت کې ٥٠٥ کسان وژل شوي ول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت