|
گورډن براون په ناڅاپي سفر عراق ته ولاړ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا لومړى وزير گورډن براون له خپل عراقي سيال نوري المالکي سره د خبرو اترو لپاره عراق ته رسېدلى دى . عراقي حکومت ويلي چې ښاغلى براون به په جنوبي ښار بصره کې له يو شمېر عراقي لوړپوړو چارواکو سره د برتانيا او عراق ترمنځ په اړيکو خبرې اترې وکړي . اوسمهال په عراق کې د برتانيا شاوخوا ٤٠٠٠ پوځيان مېشت دي ، چې ډېرى يې د بصرې ښار ته څېرمه پوځي اډې لري . د ښاغلي براون وياند ويلي چې د برتانيا لومړى وزير به د خپل سفر په ترڅ کې پريو لړ اقتصادي مسايلو هم خبرې اترې وکړي . ښاغلي براون د ٢٠٠٧ کال په ديسمبر مياشت کې له عراقي چارواکو سره د بصرې پرمختگ د ټولنې په جوړولو کې هم برخه اخيستې وه . دا درېيم ځل دى چې ښاغلى براون عراق ته د خپلې لومړۍ وزيرۍ په دوره سفر کوي . د امنيتي وضعيت ښه والى دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې د امريکا ولسمشر جورج بوش له نوري المالکي سره هوکړه کړې وه چې د وخت په تېرېدا سر ه به په عراق کې د امريکايي پوځيانو شمېره راټيټوي . همدارنگه شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې برتانيا اعلان کړى و چې په راتلونکي کال کې به په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېره راکموي . په دې وروستيو کې په عراق کې د ناامنيوپېښې مخ پر ډېرېدو دي، چې ځينې سيمه ييز چارواکي غواړي له عراق سره خپل اړيکي دغه هېواد ته د سفر کولو له لارې ښه کړي . څه موده وړاندې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان هم بغداد ته تللى و . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||