BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:19 گرينويچ 2008 ,31 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'' القاعده د افغانستان لپاره عراق پرېږدي ''
په عراق کې د القاعده جنگيالى
د عراق په فلوجه کې د القاعده مشر عبدالله الانصاري ويلي چې د يوې ډلې مشر ابو ايوب المصري د ايران له لارې افغانستان ته تللى دى .
د واشنگټن پوست ورځپاڼې په خپله نننۍ (پنجشنبه، د جولاى ٣١) گڼه کې د عراقي استخباراتو له خولې ليکلي چې القاعده د افغانستان په موخه عراق پرېږدي .

همدارنگه امريکايي چارواکو ويلي چې القاعده له عراقه افغانستان ته نور جنگيالي استوي .

د امريکايي چارواکو په وينا، په عراق کې القاعده د عراقي او امريکايي پوځيانو نه تنگ راغلي دي، چې اوس افغانستان د خپلو جنگياليو د لېږلو په تکل دي .

په عراق کې د امريکا د پوځي مشر جنرال ډېوېډ پټريو د استخباراتي چارو مسوول ډگرمن جنرال برېن کيلر واشنگټن پوست ته په يوه برېښناليک کې ليکلي چې : '' موږ په دې باور يو چې القاعده غواړي خپلې جگړې ته په دوام ورکولو سره په عراق کې پاتې شي .''

خو کيلر خبردارى ورکړى چې د امريکا متحد ايالتونه دا نه تاييدوي چې القاعدې دې افغانستان ته نور جنگيالي استولي وي او يا دې له عراقه د دغې ډلې مشران هلته تللي وي .

واشنگټن پوست د امريکا د استخباراتو په چارو کې د يوه شنونکي له خولې ويلي چې په عراق کې القاعده له تېر کال راهيسته '' په جدي ډول کمزورې '' شوې ده او دغه هېواد ته د بهرنيو اورپکو راتگ هم کم شوى دى .

د عراق په فلوجه کې د القاعده مشر عبدالله الانصاري ويلي چې د يوې ډلې مشر ابو ايوب المصري د ايران له لارې افغانستان ته تللى دى .

ښاغلي الانصاري د المصري په اړه ويلي : '' دا لا روښانه نه ده چې المصري به بېرته له افغانستانه بېرته راستون شي او که نه . ''

سربېره پر دې، چې د پټريوس وياند ډگروال سټيون بويلن ويلي امريکا لا تر اوسه دا نه ده تاييد کړې چې المصري به چېرته وي :
'' زموږ په اند ښايي چې المصري به په عراق کې پاتې وي .''

په عراق کې ځينو لوړپوړو چارواکو ويلي چې المصري تېر کال وژل شوى دى، خو دغه ادعا د امريکايي ځواکونو له خوا نه ده تاييد شوې .

د امريکا د استخباراتو يوه افسر ويلي افغانستان ته د اورپکو له تلو سره امريکا ناډاډه ده :

'' موږ پوهېږو چې د القاعده مشران به هېڅکله هم په بشپړ ډول عراق پرېنږدي، خو دوى به په افغانستان او يا نورو سيمو کې خپل بريدونه ډېر کړي . ''

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت