|
الظواهري: امريکا او اسرائيل په نښه کړئ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د القاعده شبکې يوه لوړپوړي مشر ايمن الظواهري په خپل پيغام کې د نړۍ پرمسلمانانو غږ کړى چې امريکا، اسرائيل او ددوى پلويان دې په نښه کړي . الظواهري وايي د غزې په تراډه د اسرائيلي بريدونو پر وړاندې دې د نړۍ مسلمانان د امريکا، اسرائيل او ددوى د پلويانو گټې په نښه کړي او پر دوى دې بريدونه وکړي . الظواهري د يوې انټرنيټې وېبپاڼې له لارې په يوه خپاره شوي غږيز پيغام کې ويلي چې مسلمانان بايد د فلسطين غزې له اوسېدونکو سره لانوره مرسته وکړي . دى پرته له دې چې خپل مشخص اهداف په گوته کړي، زياتوي چې نه ښايي چې بريدونه يوازې د اسرائيل د ننه وشي، بلکې ددوى پر پلويانو دې هم بريدونه وشي . الظواهري د خپل پيغام په وروستۍ برخه کې پر مسلمانانو غږ کړى چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاده دې مالي لگښت نه سپموي . څو ورځې وړاندې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم په يوه خپاره شوي غږيز پيغام کې د عراق پر مسلمانانو غږ کړى وو چې د فلسطين د ازادۍ لپاره دې جهاد وکړي . اسامه دا هم ويلي چې پر غزه د بنديز غزول د انابوليس د کانفراس له پايلو څخه دى . اسامه په خپل خپاره شوي پيغام کې پر فلسطيني چارواکو نيوکه کړې چې له اسرائيلو سره دې خبرې اترې نه کوي، بلکې د فلسطين د ازادۍ لپاره دې جهاد وکړي . د القاعده مشر له مسلمانانو په ټينگه غوښتي ول چې په عراق کې دې د امريکايي يرغلگرو پروړاندې خپل جهاد ته دوام وکړي، ځکه چې دا د ''فلسطين د ازادۍ'' يوازېنۍ لاره ده . | ورسره تړلي نور خبرونه د القاعده ډلې يو لوړ پوړى مشر ووژل شو01 فبروري, 2008 | نړۍ القاعده : له أيمن الظواهري پوښتنه وکړئ20 دسمبر, 2007 | نړۍ اسامه پر اروپاييانو غږ کړى ((افغانستان پريږدئ ))30 نومبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||