BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:58 گرينويچ 2007 ,20 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
القاعده : له أيمن الظواهري پوښتنه وکړئ

اسامه او الضواهري
کارپوهان وايي اسامه او الضواهري اوس پر القاعدې کنټرول نه لري
د القاعدې د رسنيو برخې له خلکو غوښتي چې د دوى مرستيال مشر أيمن الظواهري ته خپلې پوښتنې وروليږي .

دوى غوښتنه کړې چې د عامو وگړو ، ادارو او رسنيو پوښتنې دې د جنوري تر نيمايي ( د مرغومي پاى ) پورې وروليږي .

أيمن الظواهري د القاعدې تر ټولو مهم او ډير غږيدونکى وياند گرځېدلى دى .

خو دا لومړى ځل دى چې دى ځان پوښتنو او ځوابونو ته وړاندې کوي .

د القاعدې د رسنيو برخه چې د الصحاب په نامۀ ياديږي ، وايي أيمن الظواهري به د دوى په وينا په پرانيستې مرکې کې پوښتنو ته ځواب وايي .

خو دا (( مرکه )) د ټيلې فون له لارې مخامخ د پوښتنو د ځواب نه ده .

لومړى بايد يوې (( جهادي ناستې يا غونډې )) ته د ورننوتلو شفر ولرئ . دويمه خبره دا ده چې أيمن الظواهري به په خپله خوښه هغه پوښتنې ځوابوي چې زړۀ يې غواړي .

خو په هر حال دا د دې ښکارندويي کوي چې د القاعدې لپاره تبليغ او د ځان د مشهورولو چاره څومره مهمه ده .

دا لاره دوى په نړۍ کې مسلمانانو ته د پيغام ورکولو، د خپلې اجندا د جوړولو او د خپلو مخالفينو د پرځولو لپاره کاروي .

خو دا چې دغه ټوله چاره د القاعدې د پروپاگندد څانگې د فعاليت څرگندويي کوي که نه معلومه نه ده .

ځينې کارپوهان اوس د (( بې سره يا بې مشرتابۀ جهاد )) خبره کوي چې پکې قهروړي ځوان مسلمانان تر ډيره ځايه په خپل سر عمل کوي .

دا به د دې په مانا وي چې بن لادن او أيمن الضواهري اوس هسې د هڅونې مشران دي او پر هغۀ غورځنگ ټينگار کوي چې نور پرې واک او کنټرول نه لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
د الظواهري ليک ونيول شو
08 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت