|
پروېز مشرف '' د استعفا نيت نه لري'' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ښاغلي پروېز مشرف وياند رشيد قريشي ويلي چې ولسمشر مشرف له خپلې دندې استعفا ورکولو ته چمتو نه دى . تر دې وړاندې د ښاغلي مشرف د يوه نژدې ملگري له خولې ويل شوي وو، چې د پاکستان سياسي ډلې د ښاغلي مشرف له دندې گوښه کېدو موضوع څېړي، خو دوى ټول په يوۀ خولۀ نه وو . خو په دغه هېواد کې واکمن گوند وايي چې په راتلونکې اوونۍ کې به په دغه مساله غور وکړي . په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال مارک ډوميټ وايي نژدې د پاکستان په ټولو ايالتونو کې د ښاغلي مشرف ملاتړي له ده نه ليرې پاتې دي . ښاغلى ډوميټ زياتوي چې اوس د مشرف لپاره تر ټولو دا ښه غوره لاره ده چې د خپل عزت په ساتلو سره وړاندې له دې چې پارلمان يې برخليک وټاکي، له دندې خپل ځان گوښه کړي . د پاکستان پخوانى لومړى وزير نوازشريف، چې په اوسني واکمن ايتلافي گوند کې د يوې سترې دويمې ډلې مشر هم دى، چې په ١٩٩٩ کال کې د ښاغلي مشرف له خوا په يوه پوځي کودتا کې له دندې گوښه کړاى شو، وايي چې دى به د خپل 'سياسي سخت زړي دښمن' پر وړاندې کرار کښېنني او د هغه د گوښه کېدو هڅې به جاري وساتي .
د بي بي سي خبريال وايي اوس ډېرى خلک د مشرف د گوښه کېدو په مساله کې د پاکستان له پوځ سره – چې په دغه هېواد کې تر ټولو ستر اجرائيوي ځواک بلل کېږي _ ولاړ دي . د مشرف پخوانى وزير طارق عظيم، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي وه چې اوسمهال په دې څېړنه کېږي چې له ښاغلي مشرف نه دې ډېر واکونه واخيستل شي، لکه د پارلمان د منحلولو واک . دغه خبري اژانس د عظيم له خولې ليکي : '' اوس سلامشورې ډېرې په بيړه روانې دي، ډېرى خلک غواړي چې دغه مساله دې د خوښې له لارې حل شي، پرته له دې چې پروېز مشرف دندې پرېښودو ته اړايستل شي .'' د تېرې پنجشنبې په ورځ ښاغلي مشرف ويلي وو چې اوس يې هېواد تر ټولو ډېر سياسي ثبات ته ته اړتيا لري، څو اقتصادي پرمختگ او له بنسټ پالنې سره جگړه وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||