|
مشرف استعفا ورکړه: غبرگونونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسمشر پروېزمشرف ويلي له نهه کلنۍ واکمنۍ وروسته له خپلې دندې لاس په سر شو، په دې اړه نړيوالو خپل غبرگونونه ښوولي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير موږ هيله لرو چې د ښاغلي مشرف استعفا به په پاکستان کې د دولت پر استحکام او ديموکراسۍ مثبت اغېز وکړي . افغانستان د يوه با ثباته او ديموکراتيک پاکستان غوښتونکى . د برتانيا د لومړي وزير گورډن براون وياند په پاکستان کې د پروېزمشرف د واکمنۍ پرمهال، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اړيکو شاهد وو . موږ د دغه هېواد لپاره د ښو اړيکو غوښتونکي يو . خو د برتانيا او پاکستان ترمنځ اړيکي پر افرادو نه دي ولاړ، موږ له هغو کړنو ملاتړ کوو، چې په دغه هېواد کې د اساسي قانون او ديموکراسۍ له مخې د ثبات او سولې سبب گرځي . د جاپان لومړى وزير ياسو فوکوډا د پاکستان د ولسمشر پروېزمشرف استعفا ورکول به ''د ترهگرۍ پروړاندې جگړه'' او د افغانستان پر روان وضعيت څه اغېز ولري؟ زه اوسمهال دا انتظار نه باسم، چې ډېر بدلون به راشي . زه فکر کوم چې په راتلونکي کې به په دې برخه کې توپيرونه ووينم . خو له وخته وړاندې څه نه شو ويلاى . د فرانسې د بهرنيو چارو وزير
موږ هيله من يو چې د پاکستان ولسمشر او دولت به له يو بل سره لاس يو کړي، څو په دغه هېواد کې روان کړکېچ ته د پاى ټکى کېږدي . د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د جرمني دولت هيله ښوولې چې د پاکستان ديموکرټيک دولت او همدارنگه د دغه هېواد راتلونکى ولسمشر له خپلو فرصتونو په گټې اخيستلو سره د ديموکراټيکو نهادونو د پياوړي کولو په برخه کې گټه واخلي او دغه هېواد خپل کړکېچونه په خپل حل کړي . د جرمني هېواد به له ديموکراتيک پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي . د روسيې د بهرنيو چارو وزارت روسيه هيله منه ده چې د ښاغلي پروېزمشرف استعفا به د يوه لوى اسيايي هېواد پر سياسي ثبات منفې اغېز ونه لري . موږ هيله لرو چې په پاکستان کې وضعيت د اساسي قانون تر بريده وانه وړي او د قانون د پلې کولو په چوکاټ او درناوي کې منظم پاتې شي . د پاکستان د پيپلزگوند بلاول بوټو زرداري زما د مور (بېنظير بوټو) له شهادت وروسته، ما وويل چې ديموکراسي تر ټولو غوره انتقام دى او نن خوب ريښتيا شو . د پاکستان راتلونکى ولسمشر به د پيپلزگوند له غړو څخه وي، خو زه نه پوهېږم چې دغه به څوک وي . د پاکستان د پيپلزگوند سناتور انور بيف له مودو راهيسته د ښاغلي مشرف د استعفا په انتظار وم . ښاغلي مشرف غوره پرېکړه وکړه نن د پاکستان د خلکو او ديمرکراسۍ لپاره يوه لويه ورځ ده . زه فکر کوم چې ټول دې پايلې ته رسېدلي چې پوځي ديکتاتوري ښې پايلې نه لري . امريکا د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې کانډوليزا رايس د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له پاکستان حکومت سره به خپل اړيکي جاري ساتي اوله ليرې شوي پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف نه يې مننه وکړه چې د القاعده ډلې پروړاندې جگړه کې يې خپله مرسته کړې ده . اروپايي کمېسيون د پاکستان ولسمشر له دندې گوښه کېدل د پاکستان خپله کورنۍ موضوع ده . د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي کمېسيون وياند وويل د پاکستان ولسمشر پروېزمشرف له خپلې دندې گوښه کېدل '' اصلآ د پاکستان خپله کورنۍ سياسي مساله ده. ''
د اروپايي کمېسيون وياندپه بروکسل کې خبريالانو ته وويل : '' په دې اړه ډېر څه نه شو ويلاى، خو اروپايي کمېسيون په دې اند دى، چې د پاکستان د ولسمشر پروېزمشرف گوښه کېدل اصلآ د دغه هېواد خپله کورنۍ سياسي مساله ده .'' پروېز مشرف چې نهه کاله وړاندې د يوې کودتا په ترڅ کې په پوځي جامو کې د پاکستان د ولسمشرۍ په څوکۍ کښېناست، نن دوشنبه (د اگست ١٨) له يوې ټلويزيوني احساساتي وينا وروسته د پاکستان خلکو ته داسې وويل : '' د خداى پامان پاکستان، پاکستان دې ژوندى و او خداى دې پاکستان وساتي .'' مشرف له خپلې دندې د گوښه کېدو سره د پاکستان په ثبات څه اغېز ونه کړي . روسيه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند انډري نسټرنکو هيله ښيي چې مشرف له واکه ليرې کېدل به د پاکستان پر سياسي ثبات کوم منفي اغېز ونه کړي . ښاغلى نسټرنکو'' روسيه تمه لري چې د پاکستان د ولسمشر پروېز مشرف گوښه کېدل به په دغه اسيايي هېواد کې پر سياسي وضعت او ثبات کوم منفي اغېز ونه ښندي . '' '' موږ هيله من يو چې په پاکستان کې به دغه حالات د دغه هېواد له اساسي قانون څخه هاخوا سرغړونه نه وي، او د قانون او حکم د چوکاټ د ننه به پاتې شي . '' د هند د بهرنيو چارو وزير د ښاغلي مشرف استعفا په پاکستان کې د دغه هېواد له کورنيو بدلونونو څخه گڼل کېږي . موږ د پاکستان لپاره د ثبات هيله من يو او غواړو چې په دغه هېواد سوله راشي او ديموکراسي پلې شي . موږ په روښانه توگه وايو چې د پاکستان له دولت او رهبرۍ سره، اوس چې د دغه هېواد لومړى وزير هرڅوک وي، خپل اړيکي وساتو ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ کال کې د يوې پوځي کودتا په پايله کې د واک گدۍ ته ورسېد، چې دا دى نن دوشنبه (د اگست ١٨) مخکې له دې چې د پاکستان پارلمان يې په اړه پرېکړه وکړي او يا يې استيضاح ته وروغواړي، په خپله يې د ملي تلويزيون له لارې استعفا اعلان کړه . د پاکستان او هندوستان ترمنځ له ١٩٤٧ کال راهيسته درې ځله جگړه شوې ده، چې د ښاغلي مشرف د واکمنۍ پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې بهير ټکنى و . تېره مياشت هندوستان ويلي وه چې په کابل کې د هندوستان پر سفارت د ځانمرگي بريد ترشا د پاکستان د څارگرې ادارې لاس و، چې دغه ادعا د پاکستان له خوا رد شوې وه . په دغه بريد کې شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته مرگ ژوبله واوښته، چې دوه هندي ديپلوماټان هم په کې ووژل شول . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||