BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:44 گرينويچ 2008 ,07 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
''د مشرف استيضاح د پاکستان خپل کار دى ''
نواز شريف او زرداري
د پاکستان د واکمن ايتلاف مشران ، نواز شريف او اصف زرداري د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پرويز مشرف به استيضاح کوي
متحدو ايالاتو د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ١٧ د اگست ٧ ) ويلي چې په اسلام اباد کې د واکمنو ايتلاف له خوا د ولسمشر پرويز مشرف د ليرې کولو او استيضاح مساله د پاکستان کورنۍ خبره ده.

په واشنگټن کې د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ وياند ويلي دوى څو ځلي ويلي چې د پاکستان کورنۍ مسالې د پاکستانيانو دي چې خپله به يې حلوي .

د بهرنيو چارو وياند زياته کړې د دوى هيله دا ده چې هر کار چې کيږي له قانون سره سم به وي .

واشنگټن ټينگار کوي چې له اسلام اباد سره د نړيوالې ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې نژدې ملگرى دى او دغه ملگرتيا به په انتخاباتو کې له ټاکل شوي پاکستاني حکومت سره ساتي .

د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې واکمن ايتلاف اعلان وکړ چې دوى به د بيلا بيلو دلايلو له امله ولسمشر مشرف استيضاح کوي .

د دغې چارې لپاره د اگست په يولسمه نېټه د ولسي جرگې او مشرانو جرگې غونډه بلل شوې ده .

جنرال پرويز مشرف په ١٩٩٩ کال کې د نواز شريف ټاکل شوى حکومت د يوې سپينې کودتا له لارې ليرې کړ .

ښاغلي مشرف د ٢٠٠٧ کال په وروستيو کې هغه وخت په کور دننه لوى بحث پيل کړ چې د سترې محکمې گڼ قاضيان يې له دندې ليرې کړل .

د همدغه کال په ترڅ کې جنرال مشرف خپله پوځي دنده پريښوده .

د ٢٠٠٨ کال د فبروري په انتخاباتو کې د مشرف پلوي گوند وبايلله او د دۀ سيال گوندونه بريالي شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت