BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:33 گرينويچ 2008 ,17 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرف 'يوه ورځ وخت لري'
د مشرف څېرې ته مظاهره کوونکو اور ورته کړى
په ايالتي شوراگانو کې د باور وروستۍ رايې ښيي چې د ولسمشر ملاتړ له منځه تلونکى دى .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، چې په دغه هېواد کې د پپيلزگوندله فعالو غړو او د اوسنۍ ايتلافي ادارې يو تکړه غړى دى ويلي چې : '' مشرف ډېر وخت نه لري .''

د اجنډا ليکونکو په خپله طرح شوې اجنډا کې پر مشرف تور لگولى چې له اساسي قانون نه يې سرغړونه کړې ده .

د ښاغلي مشرف دفتر ويلي چې دى به استعفا ور نه کړي او له خپله ځانه به دفاع وکړي .

د ښاغلي مشرف د استيضاح چارې تېره اوونۍ د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف په مشرۍ د دغه هېواد د پيپلز گوند، مسلم ليگ – نواز شريف له خوا په لاره اچول شوې وې .

د مسلم ليگ – نواز شريف د گوند يوه چارواکي ويلي : '' پر مشرف ډېر لوى تورونه وجود لري .. . موږ به دغه تورونه لږترلږه تر سې شنبې ورځې پورې اړوندو چارواکو ته وسپارو .''

که چېرې ښاغلى مشرف خپل ځان ټينگ او خپلې دندې ته دوام ورکړي، دا به د پاکستان په تاريخ کې لومړى ولسمشر وي چې استيضاح ته به راوبلل شي .

د مسلم ليک_ مشرف گوند يوه وياند ويلي د ولسمشر سلاکاران اوسمهال د هغه د ځاى ناستي د ارزونې په لټه کې دي .

مشرف
ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ کال کې په يوه سوله ييزه کودتا کې واک ته ورسېد .

نوازشريف، چې په ١٩٩٩ کال کې د يوې پوځي کودتا په پايله کې له څوکۍ ليرې کړاى شو، ويلي چې له خپل رقيب سره د هر ډول داسې معاملې مخالف دى، چې مشرف ته په کې گټه وي .

ده ويلي چې ولسمشر بايد د 'خيانت' له امله محاکمه کړاى شي، چې معمولآ د خيانت سزا اعدام دى .

خو د پاکستان د پيپلزگوند وايي د دغه هېواد پارلمان بايد د ولسمشر د محاکمه کولو په اړه پرېکړه وکړي .

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال مارک دامت وايي چې په ايالتي شوراگانو کې د باور وروستۍ رايې ښيي چې د ولسمشر ملاتړ له منځه تلونکى دى .

د ښاغلي دامت په وينا د ولسمشر د استيضاح په اړه د پارلمان تر راتلونکې ناستې وړاندې دى يوه ابرومنه لاره خپل ځان ته غوره کړي .

دى زياتوي چې کېداى شي واکمن ايتلافي گوندونه به پرېکړه وکړي پخوانى ولسمشر اجازه لري چې چېرې ژوند وکړي او څه ډول ساتونکي ولري .

ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ کال کې په يوه سوله ييزه کودتا کې واک ته ورسېد .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت