BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:35 گرينويچ 2008 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نواز شريف : له مشرف سره دې حساب وشي

پلازمېنه اسلام اباد کې نواز شريف راغونډو شويو وکيلانو ته وينا کوي
د شنبې په ورځ ښاغلي شريف خپله غصه پر مشرف د نيوکو په کولو سړه کړه .
په اسلام اباد کې غونډې ته د پاکستان پخواني لومړي وزير نوازشريف پر مشرف نيوکه وکړه او د قاضيانو د بياگمارنې غوښتنه يې وکړه .

نوموړي دغه خبرې په پلازمېنه اسلام اباد کې د کيلانو يوې غونډې ته کولې .

ښاغلي نواز شريف د په زرگونو راغونډو شويو وکيلانو غونډې وويل چې له مشرف سره دې 'حساب ' وشي .

پروېز مشرف د تېر کال په نومبر مياشت کې د سترې محکمې د ريس په گډون شاوخوا ٦٠ قاضيان له دندو گوښه کړي ول .

د وکيلانو دغه غونډه وروسته له هغه جوړه شوه، چې په اسلام اباد کې په زرگونه وکيلان د پاکستان د پارلمان مخې ته راغونډ شوي وو .

لاريون کوونکي وکيلان د شنبې په ورځ د ځايي وخت پر دوو بجو د پارلمان مخې ته رسېدلي ول، چې د نواز شريف او يو شمېر نورو مشرانو ويناگانې يې اورېدلې .

''مشرف په دار کړئ''

د شنبې په ورځ ښاغلي شريف خپله غصه پر مشرف د نيوکو په کولو سړه کړه .

د نوموړي وينا ده شاوخوا ١٥ زره لاريون کوونکي وکيلان راغونډ شوي ول چې د ''مشرف په دار کړئ'' نارې يې وهلې .

د پاکستان د پارلمان مخې ته په زرگونه وکيلان په احتجاجيه غونډه کې
په دغه غونډه کې په زرگونو وکيلانو او سياسي فعالينو له دندې د گوښه شويو قاضيانو د بياگمارنې غوښتنه کوله .

ښاغلي شريف په خپله وينا کې وويل :'اې مشرفه ښه واوره! ولس ستا پروړاندې خپله پرېکړه کړې ده . د ولس خبرو او غوښتنو ته ښه غوږ ونيسه .'

ښاغلي شريف د خپلې وينا په اوږدو کې وويل : ' اوس ولس ستا پر وړاندې نوې پرېکړه کړې ده ... دوى غواړي چې له تاسره حساب وکړي . '

د يادولو وړ ده چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ولسمشرۍ او پارلمان ودانيو شاوخوا اغزن تارونه لگولي وو او په پلازمېنه کې يې د امنيت لپاره ډېر شمېر پوځيان ځاى پرځاى کړي ول .

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبرياله باربارابلېت وايي د پاکستان امنيتي چارواکي اندېښمن دى چې دغه لاريون پر کوم بل تاوتريخوالي وانه وړي .

خو نوموړې زياتوي چې داسې ښکاري چې هېڅ کومه ډله هم د تاوتريخوالي رامنځته کېدو تمه نه لري .

د وکيلانو د لاريون څپه د لاهور له ښاره پلازمېنې اسلام اباد ته خوځېدلې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت